<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-09 16:22:41    
د روسيې په طبي ډلی کې چيني هلک

cri

ګرانو اورېدونکو، د می په ١٢ نېټه د سه چوان ولايت د ون چوان ولسوالۍ له زلزلې وروسته د چين دوست ګاونډي هېواد روسيې نه يوازی په لومړۍ سرکی چين ته د ژغورنې زيات شمېر توکي برابر کړی ، بلکې په وار سره ژغورونکي او طبي ډلې زلزله ځپلو سيمو ته استولی دی. ددغه هېواد په طبي ډلې کې د ګان جيون دا په نوم يو چيني هلک هم شته. د ژوند په چين کې پروګرام په دغې کړۍ کې به تاسو ته د ده په اړه ځيني معلومات وړاندی کړو.

دا چې ګان جيون دا يو چينايی دی ، نو د نورو روسانو په منځ کې څرګند دی. هغه هره ورځ د مصيبت ځپلو سيمو د روسيې په لنډ مهالي روغتون کې کار کوي چې د چين او روسيې د طبي کارکوونکو ترمنځ يو پل جوړ کړی.

٢٥ کلن ګان جيون دا د چين په چونګ چينګ ښار کې زېږېدلی دی. هغه په ١٩٩٠ کال له خپل پلار او مور سره روسيې ته ولاړ او اوس هلته ژوند کوي. له دی مخکې دده پلار د چونګ چينګ ښار د چين د دوديزو درملو انسټيټوټ يو کار پوه و. روسيې ته له رسېدو وروسته ګان جيون دا د خپل پلار په شان طبي ساينس زده کړ. د می په ١٢ نېټه د چين په سه چوان ولايت کې سخته زلزله وشوه، ګان جيون دا او دده کورنۍ په مسکو کې ډېر انديښمن و. ګان جيون دا د خپل پلار او مور د ملاتړ له تر لاسه کولو وروسته سمدلاسه د روسيې د روغتيا په وزارت کې خپل نوم ثبت کړ. په پايله کې يې د چيني او روسيې دواړو ژبو او د طبي پوهنې له لاری په طبي ډلې کې ګډون وکړ.

د می په ٢٠ نېټه يعنې د ون چوان زلزلې له ٨ ورځو وروسته د روسيې طبي ډله د سه چوان ولايت چنګ دو ښار ته ورسېده ، له دوهمې ورځې څخه يې په مصيبت ځپلی پنګ جو سيمه کې يو ګرځنده روغتون جوړ کړی او سمدلاسه يې د درملنو په کارونو پيل وکړ. دا چې ګان جيون دا په چيني او روسيی دواړو ژبو پوهېږی، نو هغه نه يوازی د روسيې له طبي پوهانو سره مرسته کوی چې د ناروغيو په حالاتو پوه شی ، بلکې د يو ډاکتر په توګه په ځانګړی توګه د ناروغانو درملنه کوي.

د ګان جيون دا د کارونو له امله د روسيې ډاکترانو او ټپيانو ترمنځ تبادله پياوړی شوی ده. د ده همکار او روسيی ډاکتر سيرګی سوزيونف وويل:دا چې له ګان جيون دا سره يو ځای کار کوو، زموږ ترمنځ تبادله ښه ده. هغه په روسيې ژبه پوهېږي او له موږ سره زياته مرسته کوی. ځکه چې هغه يو ډاکتر دی، نو د نورو ژباړونکو په پرتله په طبي چارو کې ډېر تکړه دی او زموږ د ژغورنې کارونو ته يې زيات خدمتونه کړی دی.

د روسيې له طبي ډلو سره د اړيکيو چيني چارواکی جانګ چينګ دونګ هم د ګان جيون دا د کارونو ستاينه وکړه:

ګان جيون دا په طبي ډلې کې مهم رول لوبولی دی چې په عمده توګه د مهمو طبي عملياتو د ژباړنې د کارونو دنده پر غاړه لري، هغه د کار په وخت کې له روسيې طبي ډلې سره ښه همکاری کوي. موږ له هغه څخه مننه کوو چې په فعاله توګه يې په مصيبت ځپلو سيمو کې د ژغورنې کارونه تر سره کړی او د چين او روسيې ترمنځ يې د دوستۍ د پياوړتيا لپاره خدمتونه کړی دي.

تر اوسه پوری هم کله کله کوچنی زلزلې کېږي او د زلزې زيان پراخېدو د مخنيوی او د

ژغورنې کارونه هم روان دی . ګان جيون دا او دده ملګری هره ورځ د مصيبت

ځپلو سيمو په روغتون کې د ژغورنې کارونه تر سره کوي.

ګان جيون دا يوه بله هيله لري ، هغه وويل:زه به په راتلونکې کې په ښه توګه د ډاکتری خپله دنده تر سره کړم چې د روسيې او چين ترمنځ د طبي پوهنې متقابله تبادله پياوړی شی. زه هيله لرم چې په طبي چارو کې د دواړو هېوادونو متقابل پوهاوی نورهم نژدی شي.

ګرانو اورېدونکو، همدا اوس مو د روسيې په طبي ډلې کې د چيني هلک ګان جيون دا په اړه کيسه واورېده، د ژوند په چين کې د پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پای ته ورسېده.