<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-09 16:26:36    
د سه چوان ولايت سختې زلزلې د چېنګ دو ښار د پانګونې پر چاپېريال ناوړه اغېزې نه دي کړې

cri

د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ کې د مې په دولسمه نېټه سختې زلزلې د دغه ولايت ځينو سيمو ته د سر و مال سخت زيانونه رسولي دي. چېنګ دو ښار د سه چوان ولايت مرکز دی او له ون چوان ولسوالۍ سره يوازی سل کيلومتره واټن لري. که څه هم د دغې زلزلې له امله په دغه ښار کې ډېر زيانونه نه دي رامنځته شوي، خو د وګړيو عادی ژوند او توليدي چارې د زلزلې تر بدو اغېزو لاندې دي.زموږ خبريال لنډه موده دمخه د چېنګ دو ښار له هغې سيمې څخه ليدنه وکړه چې ډېرې لويې تصدی په کې دي. په دغه سيمه کې د ډېرو تصديو توليدي چارې اعاده شوې دي. په چين کې د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته په دغه سيمه کې د بېلا بېلو تصديو په اړه څه معلومات درکړم.

شپږ زره تصدۍ په دغه سيمه کې ميشت دي. د انټېل او IBM په شان د نړۍ لومړيو شلو شرکتونو په ګډون پنځه سوه تصدی د بهرنيو سوداګرانو په پانګونه کار کوي.د دغو تصديو توليدي چارې د زلزلې له پېښېدو وروسته په عمومی توګه ځنډول شوې، خو د دغې سيمې بېلا بېلو ارګانونو د زلزلې له پېښېدو وروسته په دوهمه ورځ بېړني تدبيرونه ونيول چې له مخې يې يوه خوا په دغه سيمه کې د اوبو او بريښنا برابرونه تأمين شوه. بله خوا ځانګړي کسان بېلا بېلو تصديو ته ولېږل شول چې د دغو تصديو واقعي حالات او اړتياوې يې تر لاسه کړې او د توليدي چارو د اعاده کولو په ترڅ کې يې بېلا بېلې مسئلې حل کړې دي. د دغې سيمې مسئول ښاغلي جين ګانګ وويل په وروستيو ورځو کې مو د تصديو د ودانيو کيفيت ټاکلی دی.که د تصديو کارکوونکی په ودانيو کې کار وکړي، موږ به د دغو وادنيو ازموينه وکړو.

په دغه سيمه کې د مې تر اتلسمې نېټې پوری دوه سوه او يو شپېته تصديو خپلې توليدي چارې اعاده کړې چې دغه شمېر د ټولو تصديو په سلو کې پنځه اويا برخه نيولې وه. د درمل توليدونکی دياو شرکت، د بريښنايي کيبل توليدونکی کورنينګ شرکت او د الوتکو ترميمولو هايت شرکت په ګډون يو شمېر شرکتونو له زلزلې وروسته په دوهمه نېټه خپلې توليدي چارې پوره اعاده کړې چې د زلزله ځپلو وګړيو د ژغورنې کارونو ته يې ډېرې مرستې او ټينګ ضمانت برابر کړی دی. ښاغلي جين ګانګ وويل په دغه سيمه کې يو شمېر تصدی داسې توکی توليد وي چې د زلزله ځپلو سيمو او وګړيو د ژغورنې کارونو اړتياوې پوره کوي. نو ويل کېږي چې دغه تصدی په ښه ډول خپل ټولنيز مسئوليت پر غاړه اخلي.

د معلوماتو له مخې،د سيمې چارواکيو له زلزلې وروسته د حالاتو په اړه د خبر ورکولو غونډې تر سره کړې چې په ترڅ کې يې د زلزلې اړوند معلومات خپرول. بر سېره پردی په دغه سيمه کې د بهرنيو تصديو د مسئولانو غونډې هم تر سره شوې چې له دغو تصديو سره د ستونزو په منځه وړلو کې يې مرستې وکړي. د بېلګې په توګه د انټېل په ګډون هغه شرکتونه چې بيخی سمون سامان الات کاروي، په وروستيو ورځو کې د زلزلې د پرله پسی پاتی ټکانونو له امله خپلې توليدي چارې نه شي اعاده کولی. خو ټولو بهرنيو تصديو هم د دغې سيمې د بېلا بېلو ارګانونو د کششونو ستاينه وکړه او په چېنګ دو ښار کې د پانګونې چاپېريال پر ثبات باور لري. ښاغلی جين ګانګ وايي په عمومی توګه د انټېل، IBM او نوکيا په ګډون بېلا بېلې بهرنۍ تصدۍ زموږ د حکومت په اړه ښې نظريې لري .دوی به خپلو مقرونو ته راپور وړاندی کړي چې دغه سيمې ستونزې نه لري.

ښاغلي جين ګانګ زياته کړه زلزله يوه لنډمهالې پېښه ده. د بنسټيزو تاسيساتو بشپړتيا، د انرژۍ کافی برابرونه او د خاورو او کارګرانو ټيټ لګښت لا هم په سه چوان ولايت کې د پانګونې ښه شرايط دی. جين ګانګ وايي سختې زلزلې د پانګونې پر چاپېريال او زموږ پر تصديو ناوړه اغېزې نه دي کړې. چېينګ دو ښار اوس هم د پانګونې لپاره يو ښه ځای دی.