<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-09 17:11:30    
په چين کې د پلاستيکی کڅوړو په وړيا برابرونې بنديز ولګېد

cri

چين د چاپېريال ساتنې لپاره په روانه مياشت کې د يو نوی تدبير په پلی کولو پيل وکړ چې له مخې به يې د ټولو سوپرمارکيټونو، پلورنځايونو او بازارونو په شمول د موادو پرچون پلورلو ځايونو کې پلاستيکی کڅوړې په وړيا توګه نه برابرېږی او مشتريان بايد پلاستيکی کڅوړې واخلي. زياتره وګړي او سوداګران دغه تدبير منی او ملاتړ يې کوی. ډېر ښاريان اوس د توکيو اخيستلو لپاره کڅوړی له ځان سره وړي.

د يوې شمېرنې له مخې، په وروستيو کلونو کې په چين کې هره ورځ نژدی دری مليارډ پلاستيکی کڅوړې کارول کېدی. خو دا يوه ډېره ستونزمنه چاره ده چې پلاستيکی کڅوړی تحليل شی، د پلاستيکی کڅوړو سوځونې او ښخونې لارې چارې چاپېريال ته سخته ککړتيا رسوي. په سالمه توګه د پلاستيکی کڅوړو کارولو په اړه د وګړيو هڅونې او د چاپېريال ساتنې لپاره، چين د روان کال په سر کې اعلان وکړ چې د توکيو پرچون پلورلو په ټولو ځايونو کې به د پلاستيکی کڅوړيو د اخيستلو نظام پلی شي. د پنځو مياشتو له تبليغاتو او تياريانو وروسته، دغه نظام د جون په لومړی نېټه په رسمی توګه پلی شو. له دې امله چې تبليغات يې په پراخه توګه تر سره شوی، نو زياتره مشتريان پر دغه خبره پوه شوي او په وختی توګه يې اړينې تياريانې نيولې دي.

زموږ خبريال د جون په لومړی نېټه په بېلا بېلو پلورنځايونو کې وليدل چې د

پلاستيکی کڅوړو د اخيستلو خبرتيا په څرګنده توګه ليکل شوې ده. ډېرو ښاريانو له ځان سره کڅوړې وړلې.

د کرنيزو توليداتو بازارونه چې د نوموړي تدبير پلی کولو له امله به ښايی له ډېرو ستونزو سره مخامخ شي، يو شمېر سوداګرانو يې په اړه زموږ خبريال ته وويل که څه هم نوی تدبير به د دوی پر سوداګريزو چارو اغېزه وکړي، خو د دوی لګښت به هم کم شي.

په بشپړه توګه د پلاستيکی کڅوړو د بنديز په اړه د يو شمېر هېوادونو د تدبير په پرتله، چين يوازی د سپکو پلاستيکی کڅړو توليد او کارول منعه کوی او له دې لارې چې پلاستيکي کڅوړې به پيسو اخيستل کېږی، د معياري پلاستيکی کڅوړو کارولو اندازه کمه کړي. په همدې وخت کې چين د خوراکي توکيو پر روغتيا او امنيت د غور کولو له لارې د ژونديو او پاخه شويو خوارکونو پلاستيکی کڅوړی د اخيستلو په چوکاټ کې نه دي شاملې.

د بېجينګ د سوداګريزې ادارې د سپارلو نظام ادارې مشر جانګ چيانګ وويل معياري پلاستيکی کڅوړی جدی معيارونه لري. هغه وويل په دغه پلاستيکی کڅوړو کې به د اړوندې څانګې د څارنې لپاره د توليدی تصديو د ټليفون شمېرې چاپ شي.

د کارپوهانو په اند، چين بايد د پلاستيکی کڅوړو د اخيستلو نظام په پلی کولو سره ژر تر ژره بل ډول توکی توليد کړي چې د پلاستيکی کڅوړيو پر ځای وکارول شي. دغه شان توکی بايد داسې وي چې په پر له پسی توګه کارول کېږی چې له مخې يې د چاپېريال ساتنې او د سرچينو سپمولو چارې سمبال شي .