د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د يون نان ولايت په کون مينګ ښار کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د مشال ليږدولو فعاليت د جون په نهمه نېټه پای ته ورسېد.
د دغه فعاليت له پيل کېدو مخکې، ټولو کسانو د ون چوان په زلزله کې له مړه شويو کسانو سره د خواخوږۍ ښودلو لپاره يوه دقيقه سکوت وکړ.
په همدې ورځ د مشال ليږدولو لارې اوږدوالی اته اشاريه دری کليو متره و او دوه سوه او اته تنه ليږدونکيو پکې ګډون وکړ.
د اولمپيک لوبو مشال به د روانې مياشتې په لسمه نېټه د همدی ولايت لي جيانګ ښار ته ورسيږي.