<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-09 19:12:53    
ښايی د روان کال په دوبي کې د چين د غلو دانو توليدي اندازه د تېرو پر له پسې پنځو کلونو په پرتله زيات شي.

cri

د چين د کرنې وزارت خبر ورکړ دوی اټکل کوي چې چين به د روان کال په دوبي کې د غلودانو ډېر ښه حاصلات تر لاسه کړي چې توليدي اندازه به يې د تېرو پر له پسې پنځو کلونو په پرتله زياته وي. اړوندو کارپوهانو دې ته اشاره کړې چې اوس په چين کې د غلودانو د زيرمې اندازه ډېره زياته ده او د خپلو اړتياوو پوره کولو توان لري او د غلودانو نړيوال بازار ثبات لپاره مثبت خدمتونه تر سره کوي.

د چين په منځنۍ سيمه هه نان ولايت کې د هر کال په دوبي کې د غنمو ډېر ښه حاصلات تر لاسه کېږي. د دغه ولايت د کرنې ادارې يو چارواکي ښاغلي وی جونګ شنګ وويل چې ښايی د روان کال په دوبي کې د دغه ولايت د غلودانو حاصلات نوی تاريخی ريکارډ جوړ کړي. دی وايی:

له دې امله چې په دوبي کې د تر لاسه کېدونکو غلودانو د کرلو پراخوالی زيات شوی او ډولونه او کيفيت يې هم ښه شوی، نو اټکل کېږي چې د روان کال په دوبي کې به زموږ په ولايت کې د غلودانو توليدي اندازه ديرش مليارډ او پنځه سوه مليون کيلوګرامو ته ورسېږي چې د تېر کال په پرتله به اووه سوه او پنځوس مليون کيلوګرامه زياته شي او يو نوی تاريخي ريکارډ به جوړ کړي. په هه نان ولايت کې به د غلودانو توليدي چارې د

اړوندو غوره تګلارو د پلی کولو او د کرنيزې تکنولوژۍ د پر له پسې پرمختګ له امله زيات پرمختګ وکړي.

که څه هم د روان کال په پيل کې د چين ځيني سيمې د باران او واورو له درانه اورښت سره مخامخ شوې او د مۍ په مياشت کې په سه چوان ولايت کې سخته زلزله وشوه، خو د چين د کرنيزو علومو اکاډمۍ کارپوه ښاغلي ين چانګ بين هم څرګنده کړه چې طبيعی ناروينونه د چين د غلودانو پر توليدي چارو دومره منفي اغېزه نه کوي او دغه راز د چين د غلودانو امنيت ته هېڅ ګواښ نه کوي. ده په دې اړه وويل

د روان کال په پيل کې ځيني سيمې له سختو واورو سره مخامخ شوې، خو واوره د غلودانو د کرنېلپاره ګټوره ده او د سه چوان ولايت سختې زلزله ځپلي سيمې غرنۍ سيمې دي چې زياتې غلې دانې په کې نه دي کرل شوې. نو ځکه به د چين د غلودانو پر توليدي چارو اغېزه و نه شي.

پر سه چوان سربېره، يوه بله سخته زلزله ځپلي سيمه شان شي ولايت دی چې د چين د غلودانو يوه عمده توليدي سيمه ده. شان شي ولايت په دوبي کې د غلودانو د حاصيلاتو وخت په رارسېدو سره د ماشينونو په کارولو د زياتې اندازې غلودانو تر لاسه کولو لپاره کوښښ کوي چې تر وسې پورې د سختې زلزلې له امله زيانونه کم کړي. د شان شي ولايت د کرنې ادارې خبر ورکړ چې د روان کال په دوبي کې به د دغه ولايت د غلودانو توليدي اندازه د تېر کال په پرتله په سلو کې پنځه برخه زياته شي.

په وروستيو کلونو کې د چين د غلودانو توليدي اندازه په ثابته توګه زياتېږي چې د عمده کرنيزو توليداتو په اړه خپلې اړتياوې پوره کولای شي او د

غلودانو عرضه د تقاضا په پرتله زياته ده. ښاغلي ين چانګ بين وويل د چين بزګرانو په وروستيو څو کلونو کې د زياتو امتيازي تګلارو پلي کېدو له امله د غلو دانو توليد زيات کړی دی. نو ځکه په چين کې د غلودانو کمښت نه شته.

د چين د کرنې وزير سون جن څای څو ورځې مخکې په روم کې د غلودانو د نړيوال امنيت په يوه غونډه کې دې ته اشاره وکړه چې چين د غلودانو د نړيوال امنيت لپاره مهم خدمتونه تر سره کړي او هيله يې څرګنده کړه چې چين له بېلا بېلو هېوادونو سره په مثبتې همغږۍ او همکارۍ سره د غلودانو نړيوال امنيت وساتي. ده زياته کړه

چين په خپله د غلودانو په اړه د يو مليارډ او درې سوه مليون تنو اړتياوې پوره کوي چې دا د غلودانو د نړيوال امنيت ساتلو لپاره مهم خدمتونه ګڼل کېږي. د غلودانو په اړه د چين صادراتي او وارداتي سوداګري اوس په عادي حال کې پرمختګ کوي. چين د خپلې وسې له مخې په فعاله توګه د غلودانو او کرنې نړيوال سازمان ته زياته بسپنه ورکړې، له هغو هېوادونو سره يې د غلودانو مرسته کړې چې د غلودانو بيړنی حالت په کې رامنځته شوي او د اړوندو استعداد لرونکو کسانو روزنې په اړه يې هم پرمختيايي هېوادونو ته مرستې برابرې کړې دي.

د خبر له مخې، تېر کال د چين د غلودانو عمومي توليدي اندازه له پنځه سوه مليارډ کيلوګرامو څخه اوښتې چې د تېرو پر له پسې څلورو کلونو په پرتله زياته شوې ده.