د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په سه چوان ولايت کې د تانګ جيا شان جهيل چې د زلزلې له امله رامنځته شوی، د اوبو مخې پرانيستنې کارونه اوس هم روان دي. د جون د نهمې نېټې په سهار د خطرونو له منځه وړونکيو د دغه جهيل په شاوخوا کې څه نا څه لس ځله چاودنې کړی او څرګند برياليتوب يې تر لاسه کړی دی.
د همدې ورځې تر دوولس بجو پوری د دغه جهيل د خطرونو له منځه وړلو لپاره د اوبو بهېدو اندازه هر ثانيه له پنځوس مکعب مترو څخه اوښتی ده.
د اړوندو کارپوهانو په اند، اوس دغه جهيل لا تر اوسه هم په خطر کې دی او ځايی حکومت ډاډمنو ځايونو ته د ليږدول شويو وګړيو د ژوند شرايطو د ښه والی لپاره کوششونه کوي.