د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدر اعظم ون جيا باو د جون په اتمه نېټه د ون چوان ولسوالۍ له سختې زلزلې وروسته د ځپل شويو سيمو د بيا رغونې قاعده خپره کړه. دا له زلزلې وروسته د بيا رغونې لپاره د چين لومړۍ ځانګړې قاعده ده چې له مخې به يې د بيا رغونې کارونه په قانوني مدار کې شامل شي.
په دغه قاعده کې يو لړ نظامونه او تدبيرونه ټاکل شوي چې د بېلا بېلو ځايونو او څانګو د بيا رغونې لپاره به عملي لارښوونه او اړوند قانوني شواهد برابر شي.