د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين لومړي وزير ون جيا باو د جون په نهمه نېټه په زلزلې ځپلو سيمو کې د ساري ناروغيو د وقايی او په ګان سو او شان شي ولايتونو کې د زلزلې ناورينونو خپرېدو د مخنيوی کارونو د څېړنې لپاره يوه غونډه تر سره کړه.
په غونډه کې دې ته اشاره شوي چې اوس په زلزله ځپلو سيمو کې د ساري ناروغيو د وقايی کارونه په بشپړه توګه روان دي او تر اوسه سختې ساري ناروغۍ او د عامه روغتيا کومې ناڅاپه پېښې نه دي رامنځته شوی. بايد په زلزله ځپلو سيمو کې د وګړيو د طبی اړتياوو د پوره کولو لپاره په نژدی وخت کې د درملنې عادي خدمتي سيستم اعاده شي.
پر دې سربيره، په غونډه کې دې ته اشاره شوي چې په ګان سو او شان شي ولايتونو کې د زلزلی ځپلو ښارونو او ولسواليو ټولنيز نظام ثابت دی او د زلزلې ناورينونو خپرېدو د مخنيوی کارونو مرحله ايز برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.