د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان يو چارواکي د جون په اتمه نېټه وويل د پوليسو يو کاروان په همدې ورځ د دغه هېواد په منځني غزني ولايت کې د طالبانو له يو کمين سره مخامخ شو. د دواړو خواوو تر منځ په جګړه کې د پوليسو څلور تنه ووژل او دری تنه نور ټپيان شول. په نښته کې د طالبانو خوا اته تنه وژل شوي دي.
د افغانستان د خوست ولايت والی يو وياند هم وويل د دغه ولايت د کلاندار سيمې مشر او څلور امنيت ساتونکی يې په همدې ورځ د وسله والو کسانو لخوا ووژل شول.
په وروستيو دوو اوونيو کې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې په پر له پسی توګه پر افغان پوليسو او په دغه هېواد کې پر بهرنيو ځواکونو بريدونه شوي دي.