<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-10 18:35:01    
په نړۍ کې لومړی فضا ته الوتونکې والنتينا ولاديميرونا تيريسکوا

cri

والنتينا ولاديميرونا تيريسکوا د روسيې د حکومت د ساينس او کلتور نړيوال مرکز مشره ، د روسيې د رارافن د فضايې الوتنې د روزنې مرکز لوړ پوړې څيړونکې او د روسيې د هوايې ځواکونو بريد جنراله ده چې په نړۍ کې فضا ته لومړی الوتونکې ګڼل کېږي.

مېرمن والنتينا چې په قوم روسيۍ ده د ١٩٣٧ کال د مارچ په شپږمه نېټه د روسيې د يالوسلافور ايالت د کارګرانو په يوه کورنۍ کې زېږيدلې ده. هغې له ١٩٥٥ کال څخه تر ١٩٦٢ کاله پورې د يالوسلافور د منسوجاتو په يوه ګډه فابريکه کې کار وکړ او د دغې فابريکې د کمونستي ځوانانو د اتحاديې مشره وه. مېرمن والنتينا په ١٩٥٩ کال کې د ايالوسلافور په هوايې چارو کلب کې په پراشوټ د راښکته کېدو په تمرين پيل وکړ. مېرمن والنتيناد کار کولو تر څنګ د شپې مهال په پوهنتون کې زده کړه هم کوله او په ١٩٦٠ کال کې د منسوجاتو چارو له ځانګړي پوهنتون څخه فارغه شوه.

مېرمن والنتينا په ١٩٦٢ کال کې د کمونست ګوند غړې شوه او په همدې کال کې يې د فضايې الوتنې پوهتون کې د فضا ته الوتونکو په روزنه کې ګډون وکړ چې په هماغه موده کې يې د دوهمې بريدمنې په توګه وټاکل شوه.

مېرمن والنتينا د ١٩٦٣ کال د جون په شپاړسمه نېټه د ختيځی خوا شپږم شمېرې په نامه انسان وړونکې فضايی بيړۍ له لارې په فضا کې اته څلويښت ځله د ځمکې کرې چاپېر دوره وکړه چې له مخې يې د بشر په تاريخ کې فضا ته لومړۍ ښځينه الوتونکې بلل کېږي او د روسيې د اتلې وړيا يې تر لاسه کړه.

په ١٩٦٨ کال کې والنتينا د روسيې د ښځو کميټې د مشرې په توګه وټاکل شوه. دا په ١٩٦٩ کال کې د روسيې د پوځي پروژې له پوهنتون څخه فارغه شوه او په همدې کال کې د ښځو د نړيوالې ديموکراتيکې ټولنې مرستياله هم وټاکل شوه. والنتينا په ١٩٧٠ کال کې د پوځي پروژې تکنولوژۍ په ساحه کې د ډګروالې په کچه او په ١٩٧١ کال کې د روسيې د کمونست ګوند د مرکزي کميټې د غړې په توګه وټاکل شوه.

مېرمن والنتينا د ١٩٩٥ کال په سپتمبر کې د ځانګړې مېلمنې په توګه د چين په پلازمينه بېجينګ کې د ښځو په څلورمه نړيواله غونډه کې ګډون وکړ.

د روسيې اتله او بريد جنرال والنتينا پخوا يوازی د پراشوټ په واسطه د راښکته کېدو يوه لوبغاړې وه، خو د ١٩٦١ کال په دسمبر کې يې د فضاته الوتونکو د روزنې په ډله کې ګډون وکړ. دې په روزنه کې د توغنديو د تکنولوژۍ د څيړنې لپاره کوښښ کاوه او د فضايې بيړنۍ د جوړښت په اړه يې د معلوماتو زده کړه وکړه. دغه راز هغې د خپل بدن روغتيا ساتنې ته دوام ورکړ. هغې تل تر خپلې وسې پورې د ډاکترانو او ديزانرانو له خوا دې دورسپارل شويو دندو د تر سره کولو لپاره کوښښ کړی دی.

د معلوماتو له مخې د والنتينا خاوند نيګولايف هم يو فضا ته الوتونکی دی چې د دوی کورنۍ په نړۍ کې يوه داسې کورنۍ ده چې له فضا نه الوتونکو څخه جوړه شوی لومړۍ کورنۍ ګڼل کېږي.