<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-10 18:59:46    
د معيوبينو اولمپيک لوبو تياريانې په عادي توګه روانې دي

cri

 د تېر مې نهه ويشتمه نېټه د معيوبينو اولمپيک لوبو ته د سلو ورځو پاتی کېدو نېټه وه. اوس د دغو لوبو بېلا بېلې تياريانې په عادي توګه روانې دي.

د چينی معيوبينو لوبغاړيو د تمرين عمومی اډې د لامبو وهلو په سټېديوم کې معيوب لوبغاړی هه جون چوان چې دواړه لاسونه نه لري، په خپلو تمرينونو بوخت دی. هه جون چوان د تېرې دورې په اولمپيک لوبو کې څلور طلايی مډالونه تر لاسه کړل. د معيوبينو اولمپيک سږنی لوبې به په بېجينګ او خپل کور کې تر سره شي. هه جون چوان په دې اړه ډېر خوښ دی. هغه زموږ خبريال ته وويلزما موخه د ٢٠٠٨ کال د معيوبينو په اولمپيک لوبو کې د پخوا په پرتله ډېر ښه برياليتوب تر لاسه کول دي.

هه جون چوان او ملګری به يې د ٢٠٠٨ کال د سپتمبر له شپږمې نېټې څخه تر اوولسمې نېټې پوری د يو سل او پنځوسو هېوادونو او سيمو له څلور زره تنو لوبغاړيو سره په سياليو کې ګډون وکړي. نو بېجينګ د يو ځانګړيتوب او لوړه سويه لرونکو لوبو د تر سره کولو لپاره کوششونه کوي چې له مخې به يې د هه جون چوان په شان د سپورت او ژوند مينه وال معيوب لوبغاړی د معيوبينو اولمپيک لوبو په سياليو کې خپلې هيلې ريښتنی کړي. اوس بېلا بېلې تياريانې په عادي توګه روانې دي.

د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تشکيلاتی کمېټې اجرائيوی ادارې مرستيال او د چين د معيوبينو ټولنې مشر تانګ شياو چوان زموږ خبريال ته وويلد بېجينګ اولمپيک لوبو تشکيلاتی کمېټه په ښه توګه د اولمپيک دوو لوبو د بشپړولو په موخه په هراړخيزه توګه د معيوبينو لوبو لپاره رنګارنګ تياريانې تر سره کوی. اوس د معيوبينو لوبو ټول سټديومونه بشپړ شوي او د نيکمرغه بېجينګ په نامه د ازمويښتي سياليو له ازموينو څخه وتلی دی. د سټېديومونو جوړونه د معيوبينو اولمپيک لوبو د نړيوالې کمېټې له غوښتنو سره سم بشپړه شوې ده چې د معيوبو لوبغاړيو، نندارچيانو او خبريالانو اړتياوې به پوره شي.

د معيوبينو اولمپيک لوبو پر ځانګړو غوښتنو غور شوی چې له مخې يې د سياليو او تمرينونو سټديومونه له بی خنډه ميعار سره سمون خوري. زموږ خبريال د معيوبينو له اولمپيک کلی څخه د ليدنې په ترڅ کې پخپله بی خنډه تاسيسات وليدل. په هره خونه کې بی خنډه تشناب شته. پر دې سربيره په دغه کلي کې د معيوبو لوبغاړيو لپاره د څرخي څوکيو او مصنوعي اندامونو ترميمولو مرکزونه هم شته.

د معيوبينو اولمپيک لوبو د نړيوالې کمېټې مشر فليپ کليون چې د چين د معيوبينو له اولمپيک کلی څخه څو ځلې ليدنې کړې، خبريال ته وويل زما په اند، دغه کلی به ښايی د معيوبينو اولمپيک لوبو په تاريخ کې تر ټولو ښه وي. د دغو ودانيو کيفيت ډېر ښه دی. باور لرم چې لوبغاړی به داسې لکه په خپلو کورونو کې چې وي، په دغه کلی کې استوګنه وکړي.

د معيوبينو پر اولمپيک کلی او سټديومونو سربيره، د چينګ داو او هانکانګ په شمول د اولمپيک لوبو په همکارو ښارونو کې هم د معيوبينو لوبغاړيو لپاره بی خنډه تاسيسات جوړ شوي دي. بېجينګ له لوی ډيوال او امپراتوري ماڼۍ څخه د

ليدنې په اړه د معيوبينو لوبغاړيو د هېلو پوره کولو لپاره، لرغونو اثارو ته د زيانونو نه رسولو پر بنسټ په دغو منظره لرونکيو ځايونو کې بی خنډه تاسيسات جوړ کړی دي. د پلازمېنې هوايی ډګر او د بېجينګ د اورګاډۍ سټېشنونو په شمول ترانسپورتی شرايط هم بی خنډه رغول شوي دي. پر دې سربيره، بېجينګ پلان لری چې د معيوبينو اولمپيک لوبو په موده کې څه ناڅه دوه زره بی خنډ بسونه او اوويا بی خنډه ټکسي ګانې وکاروي چې له مخې به يې ډېر زيات معيوبين د معيوبينو اولمپيک لوبو له تياريانو څخه ګټه واخلي.