<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-10 18:55:39    
د تانګ شان يو بزګر سونګ جی يونګ د کمونست ګوندد غړی په توګه وټاکل شو

cri

د چين د تانګ شان يو بزګر چې د زلزله ځپلو سيمو د ژغورنې د کارونو په بهير کې د چين پر يو مليارډ او دری سوه مليون تنو اغيزه وکړه، په وروستيو ورځو کې د سه چوان ولايت د زلزله ځپلې سيمې د ميان يانګ ښار د ان ولسوالۍ په شياو با علاقه دارۍ کې د کمونست ګوند د بيرغ په وړاندی لوړه وکړه چې له امله يې د چين د کمونست ګوند د غړی په توګه وټاکل شو.

ښاغلی سونګ جی يونګ د چين د تانګ شان ښار د يوو تيان ولسوالۍ يو بزګر دی. د ٢٠٠٨کال په پيل کې د چين په جنوب کې د واورې د اورښت له امله د سړی هوا ناورين راغی. ده د پسرلنۍ اختر په موده کې له ناورين سره د مقابلې لپاره له ١٢ خپلو کليوالو وګړيو او ديرش زره يوانو سره ناورين ځپلی ښار چن جو ته ورسيد.

د ژغورنې کارونو له پای ته رسيدو وروسته د ١٣ تنه بزګرانو په ګډون د سونګ جی يونګ د داوطلبانو ډله جوړه شوه.دغې ډلې څرګنده کړه چې له نن څخه به که د ژغورنې په کارونو او يا د داوطلبانو په نورو فعاليتونو کې ګډون وکړي ، دوی به په خپله د ټولنې لپاره خپل خدمتونه وکړي.

د چين د سه چوان ولايت د زلزلې پېښېدو پر ورځ ماښام ښاغلی سونګ جی يونګ د اورګاډی له لاری د چين د هه نان ولايت ځنګ جو ښار ته ورسيد او ور پسی يې د تکسی ، موټرسايکل او پر پښو د تګ له لاری زلزله ځپلې ولسوالی بی چوان ته لاړ. د دغې ډلې نورو ١٢ تنه غړي هم په پر له پسی توګه دغې ولسوالۍ ته ورسيدل چې ور سره همکاري وکړي.د دغې زلزلې له پېښېدو وروسته ١٣ تنه بزګرانو له کنډوالو

څخه ٢٥ تنه وګړي وژغورل او ٦٠ تنه مړي يی راوليستل .

هغه وويل : په سه چوان ولايت کې زلزله وشوه، نو مونږ ډېره خواشيني شوو. په تانګ شان ښار کې د سختې زلزلې له پېښېدو وروسته د هېواد له بېلا بېلو ځايونو څخه مرستې ورسيدې . خو مونږ هم وويل چې بايد د سه چوان ولايت د خلکو لپاره ځينی کارونه وکړو.له زلزله ځپلو وګړيو سره مرستې نه يوازی زمونږ د ډلې بلکی د تانګ شان د خلکو ګډه هيله ده.

د می په ١٨ نېټه دغه ډله د ان ولسوالۍ په همغږی سره د دغې ولسوالۍ د شياو با غلاقه دارۍ ته ورسيده او د زلزله ځپلو وګړيو او مالونو د ليږدولو او د کيږديو د جوړولو دنده يې پر غاړه واخيسته.

هغه زياته کړه چې زه يو معمولی بزګر يم ، که د زلزله ځپلو سيمو د ژغورنې کارونه او په دی اړه خدمتونه وکړم، دا به زمالپاره وياړ وي.