<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-10 19:17:00    
له ايران څخه د عراق صدراعظم ليدنه په بريالۍ توګه پای ته ورسېده.

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د عراق صدراعظم نوري المالکي د جون په نهمه نېټه له غرمې وروسته له ايران څخه د خپلې ليدنې په پای ته رسيدو سره بېرته عراق ته ستون شو. صدراعظم ملکي له تهران څخه له وتلو مخکې څرګنده کړه چې دغه ليدنه بريالي وه او دی هيله لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري او دوستي به د دغې ليدنې پر بنسټ لا ښه پرمختګ وکړي.

صدراعظم ملکي د جون په اوومه نېټه له غرمې وروسته تهران ته ورسېد او له دغه هېواد څخه يې په خپله رسمي ليدنه پيل وکړ چې دا په يو کال کې له دغه هېواد څخه د ده دوهمه ليدنه وه. له دې څخه څرګندېږي چې عراق له ايران سره اړيکيو ته په ډيره درنه سترګه ګوري. صدراعظم ملکي د دغې ليدنې په موده کې په جلا جلا توګه د ايران له مشر ايت الله خامنه يې ، ولسمشر محمود احمدي نژاد او د پارلمان له مشر علی لاريجانی سره خبرې اترې وکړې. د دغو خبرو محتويات د امنيت، انرژۍ مسئلو او په سياسي، پوځي او اقتصادي ساحو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ له همکارۍ څخه عبارت وو.

د دغې ليدنې يوه مهمه موخه دا ده چې ايران ته په عراق کې د امريکايې ځواکونو مقام د موافقه ليک په اړه توضيحات وړاندې کړي چې اوس يې په اړه خبرې اترې روانې دي. امريکا په نژدی وخت کې له عراق څخه په دغه هېواد کې د امريکايې ځواکونو د مقام په اړه د موافقه ليک د لاسليکولو غوښتنه وکړه. ايران له دې امله سخته انديښنه او مخالفت څرګند کړ. نو ښاغلي خامنه يې له

صدراعظم ملکي سره د کتنې په ترڅ کې وويل عراق په عمده توګه په خپل هېواد کې د امريکا په مشرۍ د نورو هېوادونو ځواکونو د مېشتېدنې له مسلئ سره مخامخ دی. دغه مسئله د عراق د ملي يووالی پر لا خنډونه رامنځته کوي. په دې اړه مالکي غواړي د ايران انديښنه له منځه يوسي.

لومړی صدراعظم ملکي د عراق د حکومت په استازيتوب وويل عراق نه يوازي د خپل هېواد امنيت ته پاملرنه کوي ، بلکې د ايران امنيت ته هم درناوی کوي. عراق به هېڅکله اجازه ور نه کړي چې نور هېوادونه د دغه هېواد د خاورو له لارې د ايران په ګډون ګاونډيو هېوادونو ته ګواښ وکړي. دغه راز صدراعظم ملکي پر دې خبره ټينګار وکړ چې په عراق کې د امريکايې ځواکونو د مېشتېدو مسئلې په ګډون د عراق او امريکا ترمنځ هغه اړوند موافقه ليک به ايران ته زيانونه ونه رسوي چې تر اوسه نه دی لاسليک شوی.

دوهم عراق او ايران د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکارۍ د پياوړتيا په اړه د همکارۍ يوه يادښت پاڼه لاسليک کړه.د دواړو هېوادونو د دفاع وزيرانو د جون په اتمه نېټه د دواړو خواوو ترمنځ د پوځي همکارۍ د پياوړتيا په اړه هيله څرګنده کړه چې دغه همکاري به د سيمه ايزې سولې او ثبات په ساتلو کې مهم رول ولوبوي. له دې وروسته دواړو خواوو د جون په نهمه نېټه ياده شوې يادښت پاڼه هم لاسليک کړه. په يادښت پاڼه کې دې ته اشاره شوي چې دواړه هېوادونه به په هراړخيزو ساحو کې د خپلمنځيو اړيکيو د پياوړتيا په هکله خپلمنځۍ پوځي همکاري پياوړې کړي چې سيمه ايزه سوله او ثبات وساتي.

درېيم عراق د دغې ليدنې له لارې د امنيت له ساتلو او د هېواد له بيارغونې څخه د قوی ملاتړ په هکله د ايران ژمنه تر لاسه کړه.

صدراعظم مالکي له ولسمشر احمدي نژاد سره د خبرو اترو په ترڅ کې څرګنده

کړه دواړه هېوادونه بايد په هراړخيزو ساحو کې د خپلمنځي همکارۍ د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي چې دا به د عراق له پرمختګ او ثبات سره مرسته وکړي. ولسمشر احمدي نژاد څرګنده کړه د عراق ګاونډی هېوادونه، ملګری هېوادونه او م م بايد د ثبات او امنيت د بياټينګښت په ساحه کې ور سره مرسته وکړي. د عراق ګاونډی هېوادونه بايد لا مهم رول ولوبوي.

د عامو افکارو په اند صدراعظم مالکي په دغه ليدنه کې خپلې ټولې موخې تر لاسه کړې دي.