د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دفاع وزارت د بهرنيو چارو دفتر مشر چيان لي هوا د جون په لسمه نېټه له ناورين څخه د ژغورنې په اړه د اسيان او چين، جاپان او کوريا جمهوريت د وسله والو ځواکونو په غونډه کې د چين د ون چوان په زلزله کې له ناورين ځپلو سيمو سره د نورو هېوادونو ځواکونو د مرستو ستاينه وکړه.
ښاغلي چيان لي هوا خبريالانو ته وويل دغې سختې زلزلې د نړيوالې ټولنې پراخه پاملرنه او همدردي راجلب کړې ده. د امريکا، روسيې، اوکراين، سينګاپور، کوريا جمهوريت ، المان او ويتنام په شمول د هېوادونو ځواکونو په بېلا بېلو لارو چارو د چين له زلزلې ځپلو سيمو سره مرستې کړې دي.