<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-10 21:24:39    
د اسيان او چين، جاپان او کوريا جمهوريت وسله وال پوځونه له ناورينونو سره د مقابلې په اړه د نړيوالې همکارۍ د نوې لارې په موندلو بوخت دي.

cri

له ناورينونو سره د مقابلې په اړه د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ټولنه او چين، جاپان او کوريا جمهوريت ( لس جمع درې) د وسله والو پوځونو ترمنځ يو سيمينار د جون په لسمه نېټه د چين په شمال شه جيا جوانګ ښار کې پرانيستل شو. د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ټولنې د لس غړيو هېوادونو، چين، جاپان او کوريا جمهوريت د دفاعي چارو چارواکي، د ناورين ځپلو خلکو د ژغورنې پوځي چارواکي او د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ټولنې د سکريتريت چارواکي به له ناورينونو سره د مقابلې په اړه د بېلا بېلو هېوادونو د پوځونو ترمنځ د تبادلې، همکارۍ او اړوند توان د لوړولو په اړه بحث وکړي او د اړوندې همکارۍ د نوې لارې موندلو لپاره هڅه وکړي.

د روان کال له پيل راهيسي په ختيځه اسيا کې طبيعي ناورينونه په پر له پسې توګه پېښ شوي، د بېلګې په توګه د روان کال په پيل کې د چين جنوبي سيمه د باران او واورو له سخت اورښت سره مخامخ شوه، د مۍ په پيل کې په ميانمار کې د تودې سيمې سخت توپان پېښ شو او د مۍ په دوولسمه نېټه د چين په سه چوان ولايت کې سخته زلزله وشوه. د ختيځې اسيا بېلا بېل هېوادونه د دغو ناورينونو له امله له ناورينونو سره د مقابلې په اړه نړيوالې همکاۍ ته زياته پاملرنه کوي او د اسيان او چين، جاپان او کوريا جمهوريت ترمنځ د پوځونو ياد شوی سيمينار ته لا زيات اهميت ورکوي.

د چين د دفاع وزارت د بهرنيو چارو دفتر مشر بريد جنرال چيان لي هوا په دغه سيمينار کې څرګنده کړه چې وسله وال پوځونه له ناورينونو سره د مقابلې په برخه کې ځانګړې ښېګنې لري، نو بېلا بېل هېوادونه بايد په دې برخه کې خپل منځی پوهاوی او همکاري پياوړې کړي.

وسله وال پوځونه چې چټک غبرګون لري، تشکيلات يې جدي او دقيق دي او مسلکي سويه يې لوړه ده، د سختو پېښو او لويو طبيعي ناورينونو په وړاندې نه يوازې د هېواد دننه له ناورينونو سره د مقابلې عمده ځواکونه ګرځي، بلکې په سيمه کې هم د اړوندو کارونو تر سره کولو لپاره مثبت خدمتونه تر سره کولای شي. د بېلا بېلو هېوادونو د وسله والو پوځونو ترمنځ د پوهاوي او همکارۍ پياوړتيا له ناورينونو سره د مقابلې د ګډ توان او سويې لوړولو لپاره ګټوره ده.

په چين کې د باران او واورو له سخت اورښت او د سختې زلزلې له زيانونو او اغېزو سره د مقابلې په بهير کې د ولسي ازادي بخښوونکی پوځ زيات شمېر سرتېريو او وسله والو پوليسو د وګړيو د ژغورنې لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کړي چې د بېلا بېلو ټولنو لوړه ستاينه يې تر لاسه کړې ده. د ماليزيا د ځمکني پوځ روغتون مشر ډګروال محمد امين بن مسلان د زلزله ځپلو سيمو او خلکو ژغورنې په بهير کې د چين د وسله والو پوځونو د کوښښونو لوړه ستاينه وکړه. دی وايی

د چين پوځ د زلزله ځپلو سيمو او خلکو ژغورنې په بهير کې وتلي عمليات تر سره کړي. موږ د دغه سيمينار له لارې د دوی له تجربو زده کړه کولای شو. د دې تر څنګ ماليزيا خپلې اړوندې