د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په چين کې د اوکراين سفير ښاغلي سيرګی کاميشيف د جون په لسمه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه چې د دغه هېواد ولسمشر ويکتور يوشينکو به د بېجينګ اولمپيک لوبو د پيل په مراسمو کې ګډون وکړي.
نوموړي دغه خبره په همدې ورځ زموږ د راډيو خبريال ته وکړه. ده زياته کړه ولسمشر ويکتور يوشينکو به د دغه هېواد له سپورتي پلاوي سره يو ځای بېجينګ ته ورسېږي. اوکراين د بېجينګ اولمپيک لوبو پوره ملاتړ کوي او په بريالۍ توګه د اولمپيک لوبو تر سره کېدو لپاره د چين حکومت د کوښښونو ستاينه کوي.