<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-11 16:25:04    
د سه چوان په زلزله ځپلو سيمو کې په عمده توګه د ناروغيو د وقايې کارونه پيل شوي

cri

د چين د عامې روغتيا وزارت اړوند چارواکی د روانې مياشتې په لسمه نېټه په بيجينګ کې وويل اوس د سه چوان په زلزله ځپلو سيمو کې په لويې پيمانې سره طبی درملنې پای ته رسيدلې او اکثر ټپيان د ښې درملنې په حال کې دي. په راتلونکی د طبی څانګو عمده کارونه د ناروغیو وقايه کول دي.

دچين د عامې روغتيا وزارت وياند ماو چون ان په همدې ورځ په يوه خبری ناسته کې وويل چې د می په ١٢ نېټه په سه چوان کې د زلزلې له پېښيدو وروسته د چين اړوندو څانګو دغو سيمو ته د طب، د ناروغيو وقايې او څارنې په اړه څه دپاسه لس زره تنه کارکوونکی ليږدولی دي، په بيړنۍ توګه يی له بېلابېلو ځايونو څخه د امبلانسونو، د ناروغيو وقايې او طبی څارنې څه دپاسه ٢٠٠٠ موټرونه راغونډ کړي او په همدې وخت کې يی د زلزلې د زيان پراخيدو د مخنيوی ، د ناروغيو د وقايې او طبی چارو کاری نقشې په ګډون يو لړ پلانونه جوړ کړي دي. نو د زلزلې د زيان پراخيدو د مخنيوی او د ټپيانو ژغورنې په کارونو کې طبی چارې په منظمه او اغېزمنه توګه ترسره شوې دي. ماو چون ان وويل:

اوس په زلزله ځپلو سيمو کې په لويې پيمانې سره د درملنې کارونه پای ته ورسيدل او اکثر ټپيان د ښې درملنې په حال کې دي. څه دپاسه لس زره ټنه ټپيان د هيواد نوروڅه دپاسه شل ولايتونو ته ليږدول شوي او سخت ټپی شوي کسان د هيواد د لوړپوړی ډاکترانو له خوا د ډله ايزې درملنې په حال کې دي.

نوموړي وويل چې طبی څانګې به په پرله پسی توګه د درملنې توان پياوړی کړي او تر وسې پوری به د ټپيانو ژوند وژغوری. ځايی طبی څانګې به په عمده توګه د سترګو د ملغلرو اوبو او د ښځينه ناروغيو درملنې وکړي . په همدی وخت کې به پر مصيبت ځپلو خلکو رواني درملنې او مرستې هم ترسره شی.

دغه وياند دې ته شاره وکړه چې له سختې زلزلې وروسته د ساری ناروغيو مخنيوی ترټولو مهم کار دی. اوس د ناروغی وقايې او طبی څارنې کارونه په مصيبت ځپلو سيمو کې پيل شوی دی. د روانې مياشتې تر ١٠ نېټې پوری د سه چوان ولايت په مصيبت ځپلو سيمو کې کومې سختې ساری ناروغۍ او بيړنی طبی پېښه نه ده رامنځته شوې.

خو دغه چارواکی وويل چې اوس په يادو شويو سيمو کې د ساری ناروغيو د رامنځته کيدو شونتيا لاهم ډېره ده. اړوندو طبی څانګو د ساری ناروغيو د رامنځته کيدو د مخنيوۍ لپاره تفصيلی تدبيرونه نيولی دی. ښاغلی ماو وويل:

لومړی، څرنګه چې ګڼ شمير زلزله ځپلی خلک په ډله ايزه توګه په يو ځای کې اوسيږی نو د ساری ناروغيو د رامنځته کيدو شونتيا لوړه وی. موږ په دغو ځايونو کې د ناروغيو د وقايې او طبی څارنې توان پياوړی کړی دی. دوهم، د تېرو تجربو له مخی له سختو طبعی ناورينونو وروسته د څښاک اوبو او خوارکونو طبی امنيت يوه مهمه مسئله ده. بېلابېلو روغتيايی څانګو له نورو اړوندو څانګو سره يو ځای د اوبو له سرچينو څخه د څښاک تر نل پوری د اوبو د کيفيت څارنه پياوړی کړې ده.

د خبر له مخې، اوس په مصيبت ځپلو سيمو کې هره ورځ د ساری ناروغيو پېښو د څارنې په اړه راپور وړاندی کيږی. ښاغلی ماو جون ان وويل چې زلزلې په دغو سيمو کې د ساری ناروغيو د څارنې سيستم ته زيانونه رسولی دی خو اوس د ګرځنده تيلوفونی شبکې له لارې د ساری ناروغيو د څارنې اغېزمنه شبکه د مصيبت ځپلو سيمو ټولو ولسواليو ، علاقه داريو او د مصيبت ځپلو خلکو لنډمهالو استوګنځو ته پراخه شوې ده.

اوس طبی څانګو د سل،ژيړي او نس ناستي يا اسهال ناروغيو پېښو په اړه ځينی راپورونه ترلاسه کړي خو تراوسه په ډله ايزه توګه کومه سخته ساری ناروغي او بيړنی طبی پېښه نه ده رامنځته شوې.