<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-11 16:26:22    
د چين د روزنې او ښوونې څانګې کوشش کوي چې د مصيبت ځپلو سيمو زده کوونکيو لار هواره کړي چې په بريالی توګه په پوهنتون کې د زده کړې فرصت ترلاسه کولو په مهمه ازموينه کې وکړي

cri

ګرانو اوريدونکو! د روانې مياشتې له ٧ نيټې څخه تر اتمې نيټې پوری په چين کې د زده کوونکو لپاره په پوهنتون کې د زده کړې فرصت ترلاسه کولو لپاره مهمه ازموينه ترسره شی . تېره مياشت په سه چوان ولايت کې سخته زلزله وشوه نو له دې امله د زلزلې ځپلې سيمې ګڼ شمير زده کوونکی په دغه ازموينه په مناسب ډول ګډون نه شی کولی. اوس هم په دغو سيمو کې کله کله د زلزلې واړه ټکانونه رامنځته کيږی که له ټاکلی پلان سره سم دغه ازموينه ترسره شی نو د زلزلې پر له پسې ټکانونه ښايی پرامتحان منفی اغېزه وکړي. نو څرنګه په مصيبت ځپلو سيمو کې په ياده شوی ازموينه کې د دغو زده کوونکو د ګډون ضمانت کېدی شی ؟ د پروګرام په نننی کړۍ کې به په دې اړه تاسو ته څه معلومات وړاندی کړو.

د دغې زلزلې له امله د سه چوان او ګن سو ولايتونو په مصيبت ځپلو سيمو کې د ٥٧ ولسواليو شاوخوا ١٢٠ زره تنه زده کوونکی اوس له پراخو ستونزو سره مخامخ دی. روان کال دوی نه شی کولی چې د هيواد د نورو ځايونو له زده کوونکو سره يووځای په پوهنتون کې د لوړې زده کړې لپاره په ازموينه کې ګډون وکړي. ځايی حکومت د چين د ښوونې او روزنې له وزارت سره له سلامشورو وروسته پريکړه کړې چې په دغو سيمو کې د زده کوونکو د امنيت د ساتلو لپاره ياد شوی ازموينه وځنډوی. دغه ازموينه به يوه مياشت وځنډل شی نو اړوند زده کوونکی خپل معنوی حالت تنظيمولی شی او د ښوونځيو او د ازموينې لپاره د کورونو ابادی هم ترسره کيدای شی.

د سه چوان ولايت د ون چوان ولسوالی له دغو سيمو څخه شميرل کيږی. خبريالانو وکتل چې د يو ځايی ښوونځی ودانی د زلزلې له امله اوس په يوه خطرناکه ودانی بدله شوی ده او د دغه ښوونځی اته سوه زده کوونکی چې ژر به په ياده شوې ازموينه کې ګډون وکړي، پر پراخو ډګرونو ولاړو خيمو کې زده کړه کوي. يو هلک تيان يانګ سونګ وويل چې ځايی حکومت اوس په نژدی سيمه کې لنډمهالی کورونه جوړوی او دوی به ژر په هغه ځای کې زده کړه وکړي. هغه وويل:

له زلزلې وروسته د ښوونکيو په مشرۍ د ژغورنې کارونه او زده کړو کوو. په خپله جوړو څپرو لاندی اوسيږو او زده کړه هم کوو.

يو بل زده کوونکی ګاو سی يوان وويل چې که څه هم اوس د ژوند او زده کړې شرايطو سخت دي خو دی به تر وسې پوری له يوې مياشتې وروسته په امتحان کې ښه برياليتوب ترلاسه کړي.هغه وويل:

هر زده کوونکی له فشار سره مخامخ دی خو په دی حال کې هرڅوک چې يوه څرګنده موخه لری، اراده به يی ټينګه شی.

د خبر له مخې، د چين مرکزی حکومت په مصيبت ځپلو سيمو کې د يادې شوی ازموينې د ترسره کولو لپاره دغو سيمو ته ٥٣ مليون يوانه پانګې برابرې کړې دي چې له مخی به يی په دغه امتحان کې ګډون کوونکو زده کوونکو ته اړين شرايط برابر شی. د روزنې او ښوونې بېلابېلو ځايی څانګو هم تر وسې پوری کوششونه کړی دی چې ځينو يی يو شمير زده کوونکی د نورو ځايونو ښوونځيو يا امنيتی سيمو ته ليږدولی دی او ځينو يی د زده کوونکو د درسونو د بيا پيل لپاره لنډمهالی کورونه جوړ کړي دي. د دې ترڅنګ په ځينو سيمو کې له دغو زده کوونکو سره رواني مرستې هم برابريږی.

په همدې مهال اړوندو کارپوهانو په مصيبت ځپلو سيمو کې د ازموينې ودانی څارلې دی . د زيانمنو شويو ودانيو پرځای اضافی ځايونه چمتو شوی دی. د دې ترڅنګ د ازموينې ترسره کيدو په ځايونو کې د زده کوونکو خوارکونو، استوګنې ، ترانسپورټ، د ازموينې څارونکو ښوونکيو او د ازموينې بڼو د ساتلو او انتقال په اړه هم تفصيلی پلانونه جوړ شوی دي.

ګرانو اوريدونکو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نېکمرغه اوسئ!