<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-11 17:03:19    
د امريکا او عراق ترمنځ د امنيت تړون د لاسليک له ستونزې څخه د ګټو په تر لاسه کولو کې د دوی توپيرونه څرګنديږي

cri

دچين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د عراق مسئلې يو لوړ پوړي سلاکار د جون په ١٠ نېټه په بغداد کې په ټينګار سره وويل امريکا او عراق به د روان کال د جولاۍ په پای کې د دواړو خواوو ترمنځ د امنيت تړون لاسليک کړي.د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنيت تړون په اړه خبری اتری اوس په پټه توګه روانې دي چې د روان کال په فبرورۍ کې پيل شوې وی .په عراق کې د امريکايی پوځ مقام او د عراق حاکميت مسئله د بېلا بېلو خواوو د پاملرنې وړ مسئله ده.د عامو افکارو په أند د نوموړو هېوادونو ترمنځ د امنيت تړون د لاسليکېدو له ستونزې څخه د ګټو په تر لاسه کولو کې د دوی توپيرونه څرګنديږي.

د خبر له مخې امريکا په دغو خبرو اترو کې له عراق څخه غوښتنه وکړه چې امريکايی پوځ ته د هوايی قلمرو د کنترول حق ور کړي او امريکا ته اجازه ورکړي چې په دايمی توګه په دغه هېواد کې پنځوس پوځی اډې وکاروي،په سمندری او مځکو کې امريکايی پوځ ته اسانتياوې برابرې کړي، د عراق د حکومت له منظورولو پرته امريکايی پوځ ته خطرو رسونکی هر عراقی ونيسی او په خپله خوښه د ترهګرۍ پرضد پوځی عمليات تر سره کړي او امريکايی پوځ او د دوي همکارانو او امنيت ساتونکيو ته مصئونيت ور کړي.

د دغه خبر له خپرېدو وروسته د صدرډلې خلکو په جلا جلا توګه د امريکا پرضد لاريونونه تر سره کړل او له دغه تړون سره د مخالفت لپاره يې د امريکا پرضد

د ناری په وهلو سره د امريکا ملی بيرغ وسوځوه.د عراق په حکومت کې د شيعګانو تر ټولو لوی ګونداو د عراق د اسلامي لوړ پوړي کميټې مشر عبدالعزيز حليم وويل د عراقي وطن دوستانو په دغه تړون کې د امريکا له خوا وړاندی شوی ګڼ شمېر هغې مادې ردوي چې ښايی دعراق حاکميت ته زيانونه ورسوي.د عراق دولسمشر مرستيال تريګ الشيمی په وروستيو ورځو کې په خپله وينا کې وويل د عراق وطن دوست ځواکونه په دغه تړون کې د امريکا له خوا له وړاندی شويو زياتو مادو سره مخالفت کوي او د دی ترڅنګ د دغه هېواد د حکومت د صدراعظم په مشری ګوند هم په ټينګار سره وويل بايد په نوموړو خبرو اترو کې پرملی اصولو ټينګار وشی چې د عراق ټول حاکميت د نړيوالې او سيمه ايزې تسلط غوښتنې له منفی اغيزې څخه پاک شی او د عراقيانو ګټه وساتل شی.

که څه هم دواړه خواوې په دغه تړون کې زيات توپيرونه لري، خو امريکا د خپلو ګټو تر لاسه کولو لپاره د دغه هېواد د متحده ايالاتو د فدرالی کميټې د نيويارک په بانک کې د عراق حکومت له خوا د زيرمه شويو شلګونو مليارډ بهرنيو اسعارو په کارولو سره د عراق حکومت دی ته اړ کړ چې د جولاۍ په پای کې دغه تړون لاسليک کړي. خو د منځنی ختيځ خبری اژانسونو په أند د دغو خبرو اترو بهير شفافيت نه لري، نو د محتوياتو قانوني بڼه يې هم شکمنه ده. دا يوه لويه ازموينه ده چې په پای کې به يې دغه تړون د بېلا بېلو خواوو له خوا ومنل شی که نه.

لومړی د امريکا ملی کانګرس د دغه تړون قانوني بڼې په اړه شک لري. دوهم امريکا دديموکراتيک نظام د ساتلو په موخه د عراق جمهوريت ملاتړ په پلمه غواړي د پټ تړون له لاری هغه امتيازی او نور ځانګړی حقونه چې د عراق د قوانينو او نظامونو تر

قيود لاندی نه دي، تر لاسه کړي چې دا به د عراق پر حاکميت باندی سخت تېری وي.

دغه غوښتنه به د عراق د بېلا بېلو ځواکونو له مخالفتونو سره مخامخ وي چې له امله به يې د عراق سياسی وضعه او د سياسی چارو د بيا رغونې بهير لاپېچلی شی او له امريکا سره به پراخ پرېکون هم رامنځته شی.

په پای کې امريکا له کورنيو او بهرنيو ګواښونو سره د مخالفت په نامه په دايمی او قانونی توګه په عراق کې د خپل پوځ ځای پر ځای کول غواړي چې له امله به يې سيمه ايزه امنيتی وضعه په دايمی خړپړه وي.