<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-11 18:24:56    
د چيني ځوانانو له خوا له سيګرېټ څخه د لاس اخيستنې عمليات پيل شول.

cri

د ٢٠٠٨ کال د مۍ يودېرشمه نېټه د سيګريټ نه څکولو يوويشمه نړيواله ورځ وه. د چيني ځوانانو له خوا له سيګرېټ څخه د لاس اخيستلو عمليات چې د چين د ځوانانو ملي ټولنې، د چين د ځوانانو ورځپاڼې او د ژو يان شرکت له خوا په ګډه ترتيب شوی، په همدې ورځ په بېجينګ کې د خلکو په لوي تالار کې پيل شول. د دغو عملياتو موخه دا ده چې ځوانان د يو لړ اړوندو تبليغاتي فعاليتونو په تر سره کولو سره د سيګريټ څکولو په نيمګړتياوو پوه شي او له سيګريټ څخه لاس واخلي.

د اړوندو معلوماتو له مخې، اوس په چين کې د سيګريټ څکوونکيو شمېر له درې سوه او پنځوس مليون تنو څخه اوښتی او پنځه سوه او څلويښت مليونه نور د مجبوريت له مخې د سيګريټ له دود سره مخامخ دي چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي. سږ کال د سيګريت نه څکولو نړيوالې ورځې عنوان د ځوانانو له خوا د سيګريت نه څکول او شعارونه يې د سيګريټ په اړه د اعلانونو او تبليغاتو منع کول او د ځوانانو روغتيا ساتل دي.

په همدې ورځ د ٢٠٠٨ کال د چين د سيګريت څکوونکيو شمېر د کنترول يو راپور خپور کړ. په راپور کې ويل شوي چې په چين کې نژدی پنځلس مليون تنه ځوانان سيګريټ څکوي او لږ تر لږه څلويښت مليون تنه نور ځوانان غواړي سيګريټ وڅکوي. د دغه راپور له مخې، د سيګريټ څکوونکيو عمر ورځ په ورځ ټيټېږي. د يوې اړوندې څېړنې له نتيجې سره سم، په سلو کې له دېرشو څخه تر پنځوسو پورې ځوانان به د سيګريټ څکولو له ازموينې وروسته په سيګريټ څکلو اوږدي شي.

د چيني ځوانانو له خوا له سيګريټو څخه د لاس اخيستلو عملياتو د عمومي پلان له مخې، تشکيلاتي يوڼتونه به د بېجينګ په شمول د اولمپيک لوبو په اړوندو شپږو لويو ښارونو کې د سيګريټ نه څکولو په اړه د عکسونو يو لړ نندارتونونه تر سره کړي ، په دې اړه به زياتې ليکنې راغونډې کړي او د سلو ښارونو په لس زره ښوونځيو کې به د سيګريټ نه څکوونکيو د روزنې فعاليتونه تر سره کړي. د بېجينګ پوهنتون د طب پوهنځي د زده کوونکيو ټولنې مشر ې اغلې وانګ يان د تشکيلاتي کمېټې په استازيتوب د يادو شويو عملياتو په پرانيستونکو مراسمو کې د هېواد ټولو ځوانانو ته د سيګريټ ردولو وړانديز وکړ. د بېجينګ د جين شان ښوونځي مرستيال ښاغلي چيو يو له ځوانانو څخه غوښتنه وکړه چې د لا چټکې، لوړتيا او ځواکمنېدو په اړه د اولمپيک روحيې په زده کړې سره د ژوند يوه سالمه لار ومومي.

د چين د کمونستو ځوانانو ټولنې د مرکزي کمېټې د سکريتريت منشي او د هېواد د ځوانانو ټولنې دايمي مرستيال هم په پرانيستونکيو مراسمو کې ګډون وکړ او و يې ويل چې د ون چوان ولسوالۍ په سخته زلزله کې نژدی اويا زره تنه هېوادوال مړه شوي، نو موږ بايد خپله روغتيا او ژوند په مينه وساتو. هر کال په چين کې د سيګريټ څکولو له امله څه دپاسه يو مليون او سل زره تنه وګړي مري چې دغه شمېر د ون چوان ولسوالۍ په سخته زلزله کې د مړو شويو کسانو شمېر په پرتله لس ځله زيات دی.