د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتی شورا د مطبوعاتي دفتر مرستيال وانګ ګوه چينګ د جون په يوولسمه نېټه د سه چوان ولايت په چنګ دو ښار کې وويل په زلزله ځپلو سيمو کې د ژغورنې او هلته د وګړيو د استوګنې شرايطو د ښه والی او د توليد اعادې په موده کې د چين حکومت د بهرنيو خبريالانو هر کلی کوی چې د مرکې او راپورونو لپاره د سه چوان زلزلې ځپلو سيمو ته ولاړ شي .
ښاغلي وانګ ګوه چينګ د ای اف پي خبريال په شمول بهرنيو خبريالانو ته وويل د چين حکومت به د پرانيستنې او ور خلاصون له اصولو سره سم د زلزلې ځپلو سيمو حالاتو په اړه د عينی او سم راپور ور کولو لپاره اسانتياوې برابرې کړي.