د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشی ځانګړي سپورتي سلاکار ويلفريد ليمکی د جون په لسمه نېټه په ژنيو کې وويل سياسي مسئلې بايد د بېجينګ پر اولمپيک لوبو اغېزې و نه کړي.
نوموړي په يوه خبري ناسته کې وويل د چين له اړوندو چارواکيو سره يې د اولمپيک لوبو په اړه څو ځله بحثونه کړي دي. اوس د بېجينګ اولمپيک لوبو ته تياريانې په عادي توګه روانې دي. ده زياته کړه چې دی او د م م سرمنشی بان کي مون هيله لري د بېجينګ اولمپيک لوبې په بريالۍ توګه تر سره شي.