د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان نړيوالې خبري شبکې د جون په يوولسمه نېټه خبر ور کړ چې د افغانستان او ناتو ايتلافی ځواکونو د جون د لسمې نېټې په شپه د پاکستان پر هغې قبائلې سيمې هوايی بريد وکړ چې افغانستان ته نژدی ده. د دغه بريد له امله د ديارلس تنه پاکستاني سرتيريو په شمول يوويشت تنه وژل شوي او ډېر نور ټپيان شوي دي.
د خبر له مخې، د پاکستان پوځ په محمند قبائله سيمه کې په يو غره کې د څارنې مرکز ځای پر ځای کړی دی. د افغانستان او ناتو ايتلافی ځواکونو په همدې شپه وغوښتل چې دغه مرکز ته په نژدی سيمه کې يوه پوسته جوړه کړی، خو د پاکستان لخوا د دوی د عملياتو مخنيوی وشو، نو دواړو خواوو سره ونښتې. ور پسی د افغانستان او ناتو ايتلافی ځواکونو پر دغې سيمې هوايی بريد وکړ.
تر اوسه پوری د پاکستان او افغانستان حکومتونو او په افغانستان کې بهرنيو ځواکونو د دغې پېښې په اړه کومه رسمي څرګندونه نه ده کړې.