د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس هو جين تاو د جون په يوولسمه نېټه په بېجينګ کې وويل چين غواړي له اړوندو خواوو سره بحث او همغږي پياوړې کړي چې په نژدی وخت کې په ښه توګه د دارفور مسئلې د حل و فصل لپاره اغېزمن رول ولوبوي.
رئيس هو جين تاو د سودان د ولسمشر له مرستيال علی عثمان محمد طه سره د کتنې په ترڅ کې وويل دا د چين دايمی تګلاره ده چې د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د چين او سودان تر منځ د همکاری دايمی او دوستانه اړيکې ټينګې ساتې.
ښاغلي طه وويل د سودان او چين تر منځ دوستانه همکاري د دواړو هېوادونو د خلکو له ګډو ګټو سره سمون خوري. سودان به په ښه توګه د دارفور مسئلې د حل و فصل لپاره په فعاله توګه په دغه سيمه کې د م م او افريقايی ټولنې له ګډو عملياتو سره همکاري وکړي.