د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بېجينګ اولمپيک لوبو سپيڅلي مشال لېږدنې فعاليت د جون په يوولسمه نېټه د چين په جنوب لويديځ يون نان ولايت کې پای ته ورسېد.
د بېجينګ اولمپيک لوبو سپيڅلی مشال لېږدونې فعاليت د يون نان ولايت د کون مينګ، لي جيانګ او دي چينګ شيانګ ګه لي لا په شمول دريو ښارونو کې تر سره شو چې د لېږدولو لارې اوږدوالی يې نهه سوه کيلومتره و او د ملي لږکيو په شمول دوه سوه او يو ديرش تنو په شمول څه دپاسه شپږ سوه او شل تنه لېږدونکيو په کې ګډون وکړ