<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-12 16:51:52    
د توکيو اولمپيک لوبو د تشکيلاتي کمېټې له غړي اوکي هانجي سره يوه مرکه.

cri

 په ١٩٦٤ کال کې د اتمې دورې دوبنۍ اولمپيک لوبې د جاپان په پلازمېنه توکيو کې تر سره شوې او د جاپان د اقتصاد په چټک پرمختګ کې يې ډېر مهم رول ولوباوه. د جاپان ټولنه او اقتصاد د اولمپيک لوبو تر سره کېدو له امله زياتې ګټې تر لاسه کړې. خو په هغه وخت کې جاپان د نړيوالو سپورتي سياليو د کوربنۍ په اړه دومره زياتې تجربې نه درلودې. دغه راز د جاپان سپورتي شخصيتونو د لومړي ځل لپاره په اسيا کې د اولمپيک لوبو تر سره کېدو لپاره زيات کوښښونه او هڅې کړې دي. څو ورځې مخکې زموږ د راډيو خبريال له څلور څلويښتو کلونو مخکې د توکيو اولمپيک لوبو د تشکيلاتي کمېټې له غړي او د دغه هېواد د سپورتي ټولنې له وياړي مشر اوکي هانجي سره يوه مرکه وکړه. د بېجينګ او اولمپيک پروګرام په ننني کړۍ کې به تاسو اورېدونکو ته په دې اړه معلومات وړاندې کړو.

د توکيو اولمپيک لوبو په تشکيلاتي کمېټه کې يوازې دوه تنه غړي تر اوسه پورې ژوندی دي چې درې نوی کلن ښاغلی اوکي هانجي يې يو تن دی. د ده په وينا د اولمپيک لوبو تر سره کېدل د دوی لپاره يوه لويه ننګونه ده. دی وايی:

لومړی، موږ بايد په سپورتي ډګر کې د ځغاستې لارو جوړولو او د جګ ټوپ وهلو سياليو د قاعدې په شمول د زياتو اړوندو معلوماتو زده کړه وکړو. د دې تر څنګ موږ بايد اړوند کارکوونکي وروزو.

ښاغلي اوکي هانجي وويل چې په هغه وخت کې د جاپان بېلا بېلې تصدۍ د چټک پرمختګ په حال کې وي او د اولمپيک لوبو ته د کافی کارکوونکيو برابرولو تضمين يې نه شو کولای. ده زياته کړه

په هغه وخت کې د زياتره تصديو خاوندان د خپلو تصديو په پراخېدو بوخت وو، نو نه يې غوښتل چې کارکوونکي يې د اولمپيک لوبو لپاره کار وکړي. په تشکيلاتي کمېټه کې زيات غړي نژدی اتيا کلن وو، خو دوی د اولمپيک لوبو تر سره کېدو لپاره د اړوندو تجريو زده کړې لپاره هغو هېوادونو ته تللي وو چې له دې مخکې د اولمپيک لوبې په کې تر سره شوې وې.

د دغه ډول روحيې له امله د اولمپيک لوبو ځوانو کارکوونکيو په جدي توګه د خپل کار تر سره کولو لپاره زيار ايستلی او زياتې هڅې يې کړې دي. خو د دوې په وړاندې ډېرې زياتې ستونزې موجودې وې او د ښاغلي اوکي هانجي لپاره تر ټولو ستره ستونزه دا وه چې د سياليو نتيجې څنګه په دقت سره ثبت شي. ښاغلي اوکي هانجي په دې اړه وويل

ما د اولمپيک لوبو د پيل په رارسېدو سره د زياتې انديښنې له امله هره ورځ خوب نه شوای کولای.

زموږ کارکوونکيو د زياتو فشارونو په زغملو سره زيات برياليتوبونه تر لاسه کړل او د توکيو اولمپيک لوبې يې په بريالۍ توګه تر سره کړې. برسېره پر دې، د توکيو اولمپيک لوبو له امله د جاپان ټولنې او اقتصاد ته ډېرې زياتې ګټې ورسېدې وې.

د ښاغلي اوکي هانجي په أند، د تاسف وړ خبره دا ده چې په هغه وخت کې چين د جاپان يو نژدې ګاونډي هېواد په توګه د توکيو په اولمپيک لوبو کې ګډون نه و کړی. زياتو جاپانيانو په اولمپيک لوبو کې د چين د ګډون لپاره زيات کارونه تر سره کړي، د بېلګې په توګه ښاغلي اوکي هانجي د تېرې پېړۍ له اوومې لسيزې وروسته څو ځله چين ته سفر وکړ او په بېلا بېلو نړيوالو سپورتي سازمانونو کې يې د چين د ګډون لپاره زيات کوښښونه وکړل. ده د بېجينګ اولمپيک لوبو په اړه د زړه له کومې يوه نيکه هيله څرګنده کړه او و يې ويل

دا درېيم ځل دی چې د اولمپيک لوبې په اسيا کې تر سره کېږي. هيله لرم چې د بېجينګ اولمپيک لوبې په بريالۍ توګه تر سره شي او د بېلا بېلو هېوادونو لوبغاړي په کې ښې نتيجې تر لاسه کړي. زه به هره ورځ د ټليويزيون له لارې د اولمپيک لوبو سيالۍ وګورم.

عکس: د توکيو اولمپيک لوبو لوبغالی