<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-12 17:16:49    
د چين پوځ او وسله وال پوليس به په پرله پسې توګه په زلزله ځپلو سيمو کې د وګړيو د ژوند چارو ترتيبولو او د دغو سيمو د بيا أبادۍ په کارونو کې ګډون وکړي

cri

چين د مې په دولسمه نېټه د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ کې د سختې زلزلې له پېښېدو وروسته يو سل او دېرش زره سرتېري او وسله وال پوليس زلزله ځپلو سيمو ته لېږلي چې له ناورين څخه د ژغورنې او له بدو اغېزو سره د مقابلې په کارونو کې يې ګډون کړی دی.د چين پوځ او وسله وال پوليسو يو اړوند چارواکي د جون په يوولسمه نېټه په بېجينګ کې وويل د چين پوځ او پوليس به په راتلونکی کې په پرله پسی توګه په يادو شويو کارونو کې ګډون وکړي.

د چين د ولسی ازادی بخښونکی پوځ د سياسی څانګې چارواکي ډګروال يانګ چينګ تانګ وويل د چين سرتېريو او وسله والو پوليسو د سختې زلزلې له پېښېدو راهيسی د ناورين ځپلو سيمو او وګړيو د ژغورنې، ترتيبولو او د سړکونو ترميمولو لپاره ډېرې هڅې کړي دي. دی وايي

لومړی، ډېرو سرتېريو او پوليسو په بېړنيو او خطرناکو وختونو کې له کنډوالو څخه دری زره او دری سوه او شپږ دېرش وګړي ژغورلی دي. دوهم، که څه هم د دغو سرتېريو او پوليسو شرايط ښه نه دی، خو دوی بيا هم ناورين ځپلو سيمو او وګړيو ته د څلور سوه او اووه ويشت مليون يوانو او يوويشت زره کاليو او بړستنونو بسپنه ورکړې ده. درېيم، په ناورين ځپلو سيمو کې د وګړيو د ژوند حالاتو د ثابتولو لپاره د ذهنی خدمتونو دېرش ډلې

دغو سيمو ته لېږل شوې دي.څلورم، ياد شوي سرتېري او وسله وال پوليس اوس له خپلې وسې سره سم د زلزله ځپلو سيمو د بيا أبادۍ لپاره هڅې کوي. د معلوماتو له مخې، د جون تر لسمې نېټې پوری په دغو سيمو کې څه دپاسه لس مليون مکعب ميتره کنډوالې پاکې شوی، لس زره کيلومتره سړکونه ترميم شوی، ٢٦٧ زره خيمې درول شوې او اته سوه زره ټنه مالونه دغو سيمو ته لېږدول شوي دي.

بر سېره پردی د چين ځواکونو په شلو ځايونو کې د غرونو لمنود ښويدو له امله رامنځته شوی جهيلونو د خطر ليری کولو دندې تر سره کړې دي. د دغو جهيلونو خطرونه د خطرونو د مخنيوي کارونه په سالمه توګه تر سره کېږي.

د چين د دفاع وزارت وياند ډګروال هو چانګ مينګ د جون په يوولسمه نېټه په يوه خبري غونډه کې وويل له زلزلې څخه د ژغورنې او له بدو اغېزو سره د مقابلې کارونو د چيني سرتېريو او پوليسو د پرله پسی کوششونو له امله پړاويز برياليتوب تر لاسه کړی دی. دغه وګړي به په راتلونکی کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي. وياند هو چانګ مينګ وايي

له زلزلې څخه د ژغورنې او د دغه ناورين له بدو اغېزو سره د مقابلې کارونه اوس په پياوړې ، سالمه او اغېزمنه توګه تر سره کېږي. په زلزله ځپلو سيمو کې د وګړيو د ژوند ترتيبول، د ټپيانو درملنه، د نورو ناورينونو مخنيوی، د يادو شويو جهيلونو د خطر لېری کول، د ساري ناروغيو مخنيوی، له وګړيو سره ذهنی مرسته، په دغو سيمو کې د توليدي چارو اعاده کول، د منځنيو او لومړيو ښوونځيو زده کوونکيو لپاره د درسونو بيا

پيل او د ټولنيز نظام ساتنه په يادو شويو کارونو کې شاملېږي.

ډګروال د نورو هېوادونو د دفاعي چارو له څانګو او ځواکونو څخه مننه څرګنده کړه چې چين ته ډېرې مرستې برابرې کړي. دی وايي

د څوارلسو هېوادونو دفاعي چارو څانګو او ځواکونو د جون تر لسمې نېټې پوری له بېلا بېلو لارو د سه چوان ولايت زلزله ځپلو سيمو ته د خيمو، درملونو او خوراکونو په ګډون ډېر مرستندويه مالونه برابر کړي او ځينو يې مرستندويه پيسې هم ورکړې دي. د اووه ويشتو هېوادونو د دفاعي چارو څانګو او ځواکونو مشرانو هم د خپلې خواخوږۍ څرګندولو پيغامونه لېږلی دي. موږ په دې هکله له دوی څخه ډېره مننه څرګندوو! د زلزلې په ګډون طبيعی ناورينونه د انسانانو يو ګډ دښمن دی. د بېلا بېلو هېوادونو وګړي، حکومتونه او پوځونه بايد د دغو ناورينونو له بدو اغېزو سره د مقابلې لپاره ګډ کوشش وکړي چې له مخې يې د انسانانو امينت ، د نړۍ سوله او ثبات په ښه ډول وساتل شي.