<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-12 20:11:36    
چيباو بازار (٣)

cri

په ١٩٨٨ کال ځينو اماتورو هنرمندانو د چيباو نندارې د انځورونو ځانګړې نندارتونونه جوړ کړل ، چې د دغه ولسي هنر له پرمختيا سره يې مرسته وکړه.

د نندارې وړاندې کوونکي په ژبه نه پوهېدم چې څه وايي ، خو بيا هم ما او سپوږمۍ په ګډه درنګ شېبه دغه ننداره وکتله . نورو نندارچيانو به د ننداره وړاندې کوونکي له خبرو او د انځورونو له بدلېدو سره خندل.

سپوږمۍ وايي: د سيوري په وسيله نندارې په ځينو نورو ځايونو کې جلا نومونه لري، لکه د لونګ دونګ په نامه هم يادېږي. د سيوري په واسطه نندارې د چين د مېنګ او چېنګ امپراتوريو کورنيو په دوره کې چې له څوارلسمي پېړۍ څخه تر نولسمې پېړۍ پورې يې ادامه موندلې ډېرې رواج شوې . د نندارو انځورونه د غوايانو له پوستکيو څخه جوړ شوي او بيا رنګ شوي دي، ځکه وچ شوي پوستکي دومدار، رڼه او شفاف وي.

له دغې په زړه پورې نندارې وروسته هوانګ پو جيانګ سيند ته لاړو.

هوانګ پو جيانګ سيند :

هوانګ پو جيانګ سيند هغه دی چې مخکې مې يې يادونه وکړه او موږ د دغه سيند له پاسه په يانګپو پله تېر شوو. ماښام Huangpu سيند ته راغلو. په دغه سيند کې ډېرې بېړۍ ليدل کېدې چې له بارونو څخه ډکې وې. يو څو نورې بېړۍ هم ليدل کېدې چې په هغو کې سيلانيانو په سيند کې د يوې ګړۍ لپاره چکر واهه.

زموږ لارښودې ټرېسي هم د يوې بېړۍ د کرايه کولو خبره د بېړۍ له څښتن سره وکړه. نه پوهېږم چې د يوې ګړۍ لپاره به يې ورته څومره روپۍ ورکړې وي. کله چې بېړۍ ته ختلو تېز باد لګېده او ډېر ساړه وو. خو بيا هم په بېړۍ کې بخارۍ لګېدلې وه چې د بېړۍ دننه يې هوا معتدله او ګرمه ساتلې وه. په بېړۍ کې دننه يوه نجلۍ د لوړ مېز شا ته په څوکۍ ناسته ده، دا په بېړۍ کې سورليو ته چای ، کافي ، د څښاک نور توکي او خواړه برابروي.

هوانګ پو جيانګ سيند د دومره ډېرو بېړيو او ګڼې ګوڼې په درلودلو شانګهای ښار ته ځانګړې ښکلا ورکړې ده. په سيند کې درې داسې بېړۍ هم ګرځي راګرځي چې سوداګريز اعلانونه په ستره پرده لکه د سينما له ځانه سره لېږدوي. دغو اعلان لرونکيو بېړيو په سيند کې خورا ښه ننداره جوړه کړې وه. له لرې په سيند کې يوازې سينما ته ورته يوه ستره پرده ليدل کېده چې د موټرونو، برېښنايي لوښيو، د څښاک او خوراک موادو او نورو څيزونو اعلانونه به پرې راڅرګندېدل د سفر لارښوده ټرېسي وايي چې په سيند کې دغه بېړۍ ډېرې وي، خو اوس لکه چې يوازې دغو دريو بيړيو اعلانونه موندلي دي. دوی له سوداګرو د دقيقو له مخې پيسي اخلي، هغسې لکه په تلويزيون کې چې د يوه اعلان د خپرولو پيسې اخلي.