<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-12 17:33:12    
د چين په بېلابېلو ځايونو کې د شينجيانګ کارکوونکی

cri

د چين د شينجيانګ د اويغوری قوم په خپلواکه سيمه په تېره بيا په جنوبی شينجيانګ کې د ملی لږکيو ډېر بزګران او مالداران ژوند کوي چې د دغې سيمې د ټولو بزګرانو او مالدارانو په سلو کې پنځه نوی برخه نيسی. د شينجيانګ حکومت د دغو وګړيو د ژوند د ښه والی لپاره له ٢٠٠٦ کال راهيسی د دوی ترمنځ اضافی کارکوونکی هڅولی چې د چين د منځنی برخې په لويو او منځنیو ښارونو کې کار وکړي. د پروګرام په نننی کړۍ کې به په دې اړه تاسو ته يو څه معلومات وړاندی کړو.

د چين په دننه ولايتونو او ښارونو کې داسی ځوانان ليدل کيږی چې پرېړې وروځې، د سترګو ژور چوکاټ ، لويې سترګې ، جګه پوزه او تاو تاو ويښتۀ لري. دوی د شينجيانګ د اويغوری قوم له خپلواکې سيمې څخه د کار کولو لپاره د چين په ختيځ کې ساحلی سيمو ته او له وروسته پاتی کليو څخه پرمختللو تصديو ته ورغلي دي. پخوا دوی بزګران وو او اوس کارکوونکی دي چې له کاری اجندا سره سم کار کوي. دوی به پخوا په دوديزو جامو کې وو خو اوس فيشني جامې اغوندي . دوی نه يوازی د خپل ژوند دودونه بلکې خپل نظرونه هم بدل کړي دي.

اسماعيل د هۀ تيان سيمې يو بزګر و چې اوس له کور نه لری په يو ښار کې کار کوي. هغه وويل چې اوس يی په ژوند کې لوی بدلونونه رامنځته شوي دي. هغه وويل:

زما کورنی دومره زياتې ځمکې نه لری. نو ما فکر وکړ چې له خپلې سيمې بهر په يو ښار کې کار پيدا کړم. په ٢٠٠٢ کال کې ما له خپلو يو شمير ملګرو سره د شينجيانګ د پومبې په توليدی سيمو کې د پومبې حاصلات ترلاسه کول. له يوې مياشتې وروسته موږ له خپلو

تنخواګانو سره خپلو کورونو ته ستانه شوو. دغه راز په ورپسی وخت کې لازيات ملګري له زموږ سره يو ځای شوي دی. کرنيزې ځمکې زموږ د ژوند بنسټ دی خو موږ کولی شو چې د نورو لاروچارو له لارې خپل ژوند نورهم ښه کړو.

د روان کال د مارچ په ٢٧ نېټه د شينجيانګ د کاشغر سيمې په شوفو ولسوالی کې ډېره ګڼه ګوڼه ليدل کيږی. پنځوس تنه نارينه او د دوی ښځې به د هان قومی ژبې له يوې مياشتينۍ روزنې وروسته د کار موندلو لپاره نورو ځايونو ته وخوځيږي. د دوی خپلوانو له دوی سره خدای په امانی کوي. د اويغوری قوم سپين ږيری سليمان له دغو کسانو څخه دی او نوموړي وايی :

د تير کال په نوامبر کې زما د يو خپلوان زوی په تيان جين ښار کې کار کاوه. د ويډيو له لارې ما وليدل چې ده هلته ښه ژوند کوي. دغه ځل به زما لور او خاوند يی سره يو ځای په يو بل ځای کې کار وکړي نو دوی به يو د بل مرسته کولی شی او دا به ښه وی.

د دوديزو افکارو له امله د شين جيانګ د اويغوری قوم د خپلواکې سيمې په جنوبی سيمه کې د ملی لږکيو وګړو نه غوښتل چې بل ځای ته وخوځيږی. اوس لازيات ځوانان غواړي په د خپلو دندو ځايونو کې د ژوند نوی بڼې پيدا کړي. د دغو ځوانانو مشرانو وليدل چې اولادونه يی اوس ښه ژوند کوي نو د دوی افکار هم ګام په ګام بدليږی. د اويغوری قوم يو سپين ږيری ايمينګ ايشان په دې اړه وويل:

پخوا به چې هرڅه وليد خوړل به مو . د هيواد نورو ځايونو ته له رسيدو وروسته پوه شوو چې د ځمکو د کرلو نه پرته د شتمنۍ نورې لارې هم شته. پخوا د وخت د تيرولو افکار ډېر خطرناک وو. موږ بايد تر وسې پوری په لنډو وختونو کې زده کړه کړې وی او بېلابېل مهارتونه مو ترلاسه کړي وی. اوس دا خبره د ډېرو ځوانو بزګرانو او مالدارانو له خوا منل شوې ده.

د دې ترڅنګ د شينجيانګ ځايی حکومت په وروستيو کلونو کې د روزنې بېلابېل درسونه ترسره کوي او په کورونو کې بی کاره کسان له دی لارې اړوند تخنيکونه ترلاسه کولی شی. دوی د خپلو کوششونو له لارې خپل ژوند ښه کوي.

د خبر له مخې، په راتلونکو دريو يا پنځو کلونو کې به د شينجيانګ د اويغوری قوم خپلواکه سيمه د شتمنۍ په موخه د اړوندو مهارتونو د روزنې او په نويو کارونو کې د بدلون درسونه ترسره کړي. دغه راز به د هيواد په بېلابېلو ځايونو کې د دغې سيمې لازيات کارکوونکی وليدل شی.