<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-12 18:57:46    
د تايوان تنګي دواړو غاړو ترمنځ د اړيکيو ټولنې او د تګ راتګ صندوق ترمنځ خبرې اترې له نهه کلن شلون وروسته اعاده شوې.

cri

د ښاغلي جيانګ بينګ کون په مشرۍ د تايوان تنګي دواړو غاړو ترمنځ د تګ راتګ صندوق پلاوی د جون له يوولسمې نېټې څخه تر څوارلسمې نېټې پورې له بېجينګ څخه ليدنه کوي. نوموړی به د دغې ليدنې او په ترڅ کې د هرې اوونۍ په پای کې د دواړو غاړو ترمنځ د ځانګړو الوتکو مستقيم تګ راتګ، تايوان ته د سترې برخې اوسېدونکيو د سفر په شمول د ځينو مسئلو په اړه د تايوان تنګي دواړو غاړو ترمنځ د اړيکيو له ټولنې سره سلامشوره وکړي. دا د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو له نهه کلن شلون وروسته لومړۍ خبرې اترې دي.

د ١٩٩٢ کال په نومبر کې د تايوان تنګي دواړو غاړو ترمنځ د اړيکيو ټولنې او د تګ راتګ صندوق د يو چين پر اصولو د دواړو غاړو د ټينګار په اړه موافقې ته ورسېد چې د ١٩٩٢ کال موافقې په نامه يادېږي. په ١٩٩٣ کال کې د اړيکيو ټولنې پخواني مشر وانګ داو هان او د تګ راتګ صندوق پخواني مشر ګو جن فو ترمنځ خبرې اترې تر سره شوې چې په ترڅ کې يې د دواړو غاړو ترمنځ د سلامشورې ميکانيزم جوړ شو. خو د دواړو خواوو ترمنځ خبرې اترې د تايوان ادارې له خوا د ١٩٩٢ کال د موافقې نه منلو له امله په ١٩٩٣ کال کې پر شوې .

خو اوس له نهو کلونو وروسته د تايوان په حالت کې مثبت بدلون راغلی دی. په وروستيو څو ورځو کې د دواړو غاړو ترمنځ د تګ راتګ په پياوړتيا سره د تايوان تنګي دواړو غاړو ترمنځ د اړيکيو په پرمختګ کې ښه تمايل رامنځته شوی وی. د تايوان تنګي دواړو غاړو ترمنځ د تګ راتګ صندوق مشر ښاغلي جيانګ بين کون د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکيو له ټولنې سره د خپلو خبرو اترو د اعادې ستاينه وکړه او و يې ويل

په وروستيو څو ورځو کې د دواړو غاړو په کوښښونو سره د يادې شوې ټولنې او صندوق ترمنځ متقابل باور ټينګ شوی دی. دغه راز موږ به هرومرو د دواړو غاړو ترمنځ د سلامشورې او تګ راتګ لپاره د يو پل يا نل ليکې رول ولوبو.

د تايوان تنګي دواړو غاړو ترمنځ د اړيکيو ټولنې او تګ راتګ صندوق د خپل منځيو خبرو اترو له اعاده کېدو مخکې يو بل ته پيغامونه واستول او هيله يې څرګنده کړه چې د ١٩٩٢ کال موافقې د منلو پر بنسټ يادې شوې خبرې اترې اعاده کړي. د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د تايوان مسئلې د کارپوه ښاغلي سون شنګ ليانګ په اند د دوی دغه عمل د دواړو غاړو ترمنځ په سياسي اړيکيو کې د رکود ماتولو يوه مهمه نښه ده.

د اړيکيو ټولنې او تګ راتګ صندوق ترمنځ په اوسنيو خبرو اترو کې د هرې اوونۍ په پای کې د دواړو غاړو ترمنځ د ځانګړو الوتکو مستقيم تګ راتګ او تايوان ته د سترې برخې اوسېدونکيو د سفر پر دوو مهمو مسئلو بحث کېږي. د تايوان تنګي دواړو غاړو ترمنځ د تګ راتګ صندوق مشر جيانګ بين کون له دې مخکې ويلي چې د دواړو غاړو اړوندو کارپوهانو د دغو دوو مسئلو په اړه سره

سلامشوره کړې او زياتې ګډې نظريې يې تر لاسه کړې دي. ده هيله څرګنده کړه چې دواړه خواوې ژر تر ژره موافقې ته ورسېږي. د تايوان تنګي دواړو غاړو ترمنځ د اړيکيو ټولنې مشر ښاغلي چن يون لين هم ورته هيله څرګنده کړه. دی وايی:

موږ هيله لرو چې دواړه خواوې په ګډو کوښښونو سره ژر تر ژره موافقې ته ورسېږي او يو تړون لاسليک کړي چې دا به په ١٩٩٣ کال کې د دواړو خواوو ترمنځ له خبرو اترو وروسته د دواړو غاړو ترمنځ د سلامشورې او خبرو اترو يوه مهمه نتيجه وي.

د ښاغلي سون شنګ ليانګ په أند، اوس د تايوان اقتصاد له پرمختيايی اړتياوو سره سم دا ډېر مناسب دی چې تر ټولو مخکې پر يادو شويو دوو مهمو مسئلو بحث کېږي. ده په دې اړه وويل

د دواړو غاړو ځينو ملکي يا مسلکي سازمانونو په وروستيو څو کلونو کې د يادو شويو مسئلو په هکله يو له بل سره نظريو تبادله کړې او ځيني تخنيکي خنډونه يې هم ليری کړې دي. په اوسني حال کې د تايوان وګړي د دغو دوو مسئلو د بيړني حل غوښتنه کوي چې د دغې سيمې د اقتصادي پرمختګ لپاره به ډېر مهم رول ولوبوي.

په همدې ورځ د تايوان تنګي دواړو غاړو ترمنځ د اړيکيو ټولنې او د تګ راتګ صندوق مرستيالانو ښاغليو سون يا فو او ګاو کون ليان هم په جلا جلا توګه پر يادو شويو دوو مسئلو سره خبرې اترې وکړې. د خبر له مخې، دواړه خواوې به د روانې مياشتې په ديارلسمه نېټه د يو تړون لاسليکولو کې برخه واخلي.