د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ملکي چارو وزارت د خبر له مخې، د جون د دوولسمې نېټې تر دوولسو بجو پوری، د چين د ون چوان زلزلې له امله د وژل شويو کسانو شمېر نهه شپېته زره او يو سل او نهه پنځوس تنو ته رسېدلی ، څه دپاسه دری سوه او اويا زره تنه ټپيان شوس او اوه لس زره او څلور سوه او نهه شپېته تنه لا تر اوسه ورک دي.
د همدې نېټې تر دوولسو بجو چين د څلور څلويښت مليارډ او اته سوه مليون يوانو په ارزښت د کورنيو او بهرنيو بېلا بېلو ټولنو نغدی او مالي بسپنې تر لاسه کړې او د ديارلس مليارډ او نهه سوه مليون يوانو په ارزښت نغدی او مالي بسپنې زلزلی ځپلو سيمو ته ليږدول شوې دي.