<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-13 19:11:13    
مشهور پيانو غږونکی لي جيان

cri

٤٣ کلن لي جيان د شانګهای په يوه موسيقيزه کورنۍ کې زېږېدلی دی. د ده مور يو لي په چين کې يوه مشهوره وايلون غږونکې ده او د ليانګ سان بو او ځو ينګ تای په نامه هغه مرکبه موسيقی چې په ١٩٥٩ کال کې د دې له خوا غږول شوې، اوس هم د ډېرو اورېدونکو خوښېږي. يو لي د خپل زوی لي جيان د ٥ يا ٦ کلنۍ په عمر کې د وايلون غږولو په اړه هغه ته زده کړې ورکړې، خو د وايلون په پرتله، لي جيان له پيانو سره ډېره مينه درلوده.

په ١٩٨١ کال کې لي جيان چې کله ١٦ کلن شو، د نړۍ پاملرنه ورجلب کړه. په همدی کال کې يې په پاريس کې د تر ټولو کوچني ګډون کوونکي په توګه د پيانو غږولو په هکله د مارګريت لونګ جاک سيباود په نړيواله سيالي کې ګډون وکړ او لويه جايزه يې تر لاسه کړه. لي جيان نه يوازی د دغې جايزې له امله په نړيواله کې ډېره پاملرنه راجلب کړه، بلکې د فرانسې د حکومت له خوا يې يو سکالرشپ هم تر لاسه کړ.

لي جيان په ١٩٨٧ کال کې د چين د موسيقی غږونکی ارکسترا سره په امريکا کې نندارې وړاندې کړې او دغه ځوان پيانو غږونکي د امريکايي نندارچيانو پاملرنه راجلب کړه. ورپسی يې هر کال په امريکا، اروپا او ليری ختيځ کې نندارې وړاندې کولې.

په لوېديځو هېوادونو کې زده کړه او نندارې وړاندې کول لي جيان ته ډېرې تجربې ورکړې. لي جيان د خپلو پيانو غږولو په برخه کې د خپلو مهارت په پرله پسی

پرمختګ سره نه يوازی يو کسيز کنسرټ تر سره کړی، بلکې د کوټې موسيقۍ په غږولو کې يې هم ګډون کړی او ښه مهارت او د اثارو څرګندولو توان يې د خپلو همکارانو لوړه ستاينه تر لاسه کړې ده.

لي جيان له کلاسيکې موسيقۍ سره ډېره مينه لري. د ده په أند کلاسيکه موسيقی داسی ځانګړتياوې لري چې له مخې يې يو اثر د بېلا بېلو غږونکيو له خوا اورېدونکو ته بېلا بېل احساست وړاندې کېږي.

لي جيان په تېرو څو کلونو کې د نړۍ بېلا بېلو ځايونو ته سفر کړی اوی تر اوسه پوری يې ١٣ البمونه خپاره کړي دي. که څه هم لي جيان د موسيقۍ په ساحه کې ډېر شهرت لري، خو هغه ساده ژوند کوي. ده وويل زه له دې سره زياته مينه لرم چې د کمپيوټر په وسيله کار کوم او پر خپلو لاسونو د څراغونو په ګډون يو شمېر توکی جوړوم. برسېره پردی زه د فټ بال او بيسبال له لوبو سره هم مينه لرم.