<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-13 19:28:44    
چين په فعاله توګه د سه چوان ولايت د زلزلې له امله د زيانمن شويو تاريخی اثارو د ژغورنې کارونه تر سره کوي

cri

د می په ١٢ نېټه د چين په جنوب لويديځ د ون چوان په ولسوالۍ کې د ريکتر په کچه د ٨ درجو سختې زلزلې له امله د سر او مال پراخ زيانونه رامنځته شوی او په زلزله ځپلو سيمو کې تاريخی اثارو ته هم سخت زيان رسېدلی دی.اوس سه چوان ولايت په فعاله توګه د زيانمن شويو تاريخی اثارو د ژغورنې او ساتنې کارونه تر سره کوی.

د سه چوان ولايت د تاريخی اثارو د اداری مرستيالی وانګ چيونګ خبريالانو ته وويل د سه چوان ولايت زلزله د دی سيمې د تاريخی اثارو لپاره يو سخت مصيبت و چې د هېواد په کچه د تاريخی اثارو د ساتنې له ١٢٨ څانګو څخه ٧٩ يې ويجاړ او يا هم زيانمن شوی چې انډول يې په سلو کې ٦٢ ته رسېدلی دی. له شمېرنې سره سم اوس د ولايت په کچه د زيانمن شويو تاريخی اثارو شمېر ١٦٩ ته رسېدلی چې د ټولو تاريخی اثارو په سلو کې ٣٠ برخه يې نيولی ده. د ښارونو او کليوالو سيمو په کچه د تاريخی اثارو د ويجاړۍ حالات تر شمېرنې لاندی دی.

سه چوان ولايت د چين په جنوب لويديځ کې پروت دی چې په کې ښکلی طبيعی منظری شته . د دغه ولايت ځانګړی کلتور يعنې د با شو کلتور په چيني تاريخ کې مهم ځای لري. د نړۍ مشهور شاعر لی بای او اديب سو شه ټول سه چوانيان وو. دغه ځل په زلزله ځپلو سيمو کې زيات شمېر مهم تاريخی او قديمی ځايونه شامل دي ، د بېلګی په توګه د دو جيانګ يان په نامه د اوبو لګولو لرغونی پروژه هم په کې پروت دی چې دغه پروژه څه دپاسه ٢ زره کلن تاريخ لري او يو مشهور نړيوال ميراث ګڼل کېږي .د نېکمرغۍ خبره دا ده چې په دغه زلزله کې دو جيانګ يان ته يوازی لږ زيانونه

رسېدلی دی. خو د نړۍ بل تاريخی ميراث او د چين د تاويزم مشهور غر يعنی د

چينګ چنګ شان غره ته سخت زيانونه رسېدلی چې زياتی لرغونی ودانۍ يې خرابی يا ويجاړی شوی دی.

په سه چوان ولايت کې د تاريخی اثارو د ژغورنې او ساتنې کارونو د چين د تاريخی اثارو اداری او د ټول هېواد د تاريخی اثارو او موزيمونو د يو نټونو لخوا ملاتړ تر لاسه کړی دی. له زلزلې وروسته په لنډه موده کې د هېواد د تاريخی اثارو اداری د پوهانو کاري ډله مصيبت ځپلو سيمو ته استولی چې د تاريخی اثارو د ژغورنې، ساتنې او بی ځايه کولو د کارونو لارښوونه وکړی او د زلزلې له امله يې د رامنځته شويو زيانونو ارزونه کړی ده.

د خبر له مخې، تر اوسه پوری د چين د تاريخی اثارو د اداری له خوا د سه چوان ولايت د زلزلې له امله د تاريخی اثارو د ژغورنې او ساتنې پلان په بنسټيزه توګه بشپړ شوی دی . د چين د تاريخی اثارو د اداری مشر شان چي شيانګ وويل په راتلونکې ٣ يا ٥ کلونو کې به په زلزله ځپلو سيمو کې د زيانمن شويو تاريخی اثارو د ترميمولو او بيا أبادۍ کارونه بشپړ شي.