<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-13 16:59:46    
د افغانستان بيا أبادي يوه درنه دنده او لار يې اوږده ده

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، له افغانستان سره د مرستې په اړه يوه ورځنی نړيواله غونډه د جون په دولسمه نېټه په پاريس کې پای ته ورسېده. بېلا بېلو ګډون کوونکيو په دغه غونډه کې د افغانستان د بيا أبادۍ په اړه بحث وکړ او ژمنه يې وکړه چې دغه هېواد ته به شل مليارد امريکايي ډالره مرستندويه پيسې برابرې کړي. په دغه غونډه کې دا هم په ډاګه شوه چې د افغانستان بيا أبادی يوه درنه دنده او لار يې اوږده ده.

د اتيا هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازيو په همدی ورځ په دغه غونډه کې ګډون وکړ. له غونډې وروسته يوه اعلاميه خپره شوه چې په کې په ٢٠٠١ کال کې د بون بهير او په ٢٠٠٦ کال په لندن کې ټاکل شوی افغان تړون يو ځل بيا تکرار شو. په دغه اعلاميه کې ويل شوی چې نړيواله ټولنه افغانستان ته مبارکي واي چې دغه هېواد د روغتيا، ښوونې او بنسټيزو تاسيساتو جوړولو په ګډون په بېلا بېلو ساحو کې برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. خو په دغه هېواد کې بيا أبادی لا له ډېرو ننګونو سره مخامخ ده. افغانستان بايد د امنيت، ديموکراسۍ، د وګړيو ژوند، د فساپر ضد مبارزې او د نشه يي توکيو د مخنيوي په ساحو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي چې په دغه هېواد کې ثبات او سمسورتيا ژر تر سره شي. په ياده شوې اعلاميه کې دا هم ويل شوی چې نړيواله ټولنه به د افغانستان له حکومت سره نژدی همکاري وکړي چې له مخې يې د دغه هېواد د پرمختګ ستراتيژي پلې شي. په اعلاميه کې دا ژمنه هم شوې چې نړيواله ټولنه به له لا نورې همغږۍ او نرمې لارې له دغه هېواد سره همکاري وکړي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په دغه غونډه کې د ٢٠٠٨ او ٢٠١٣ کالونو ترمنځ د دغه هېواد د پرمختګ ستراتيژيک پلان بيان وکړ. د دغه پلان له مخې به د امنيت، بنسټيزو تاسيساتو جوړولو او ښوونې په ساحو کې يو شمېر مسئلې تر ټولو مخکې حل شي. دغه پلان پنځوس مليارد امريکايي ډالرو ته اړتيا لري، نو له نړيوالې ټولنې څخه يې د بسپنې غوښتنه وکړه. د فرانسې د بهرنيو چارو وزير برنارد کوچنر له غونډې وروسته وويل افغانستان ته د نړيوالې ټولنې پر مرستې او ملاتړ د دغې غونډې له لارې ټينګار شوی دی. ده وويل مرستندويه پيسې به د دغه هېواد د بنسټيزو تاسيساتو په جوړولو، کرنې او انرژۍ په ساحو کې وکارول شي. د افغانستان د بهرنيو چارو وزير رنګين دادفر سپنتا د نړيوالې ټولنې له ملاتړ څخه مننه څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه چې افغانستان به د نړۍ په لوی ديموکراتيک کور کې د ګډون لپاره کوشش وکړي.

له افغانستان سره د مرستې نړيواله غونډه له ٢٠٠٢ کال راهيسی د هر دوه کالو ترمنځ جوړېږي او له دې مخکې په پرله پسی توګه په توکيو، برلين او لندن کې تر سره شوې ده. افغانستان له پاريس غونډې مخکې له نړيوالې ټولنې څخه د پنځه ويشت مليارد امريکايي ډالرو مرستندويه پيسو ژمنه تر لاسه کړې ده. خو د شمېرنې له مخې، لوېديځو هېوادونو له ٢٠٠١ کال راهيسی يوازی د پنځه لس مليارد امرکايي ډالرو ژمنه پلی کړې ده. د بېلګې په توګه، امريکا ژمنه کړې وه چې افغانستان ته لس مليارد او څلور سوه مليون امريکايي ډالره برابر کړي. خو تر اوسه پوری يې يوازی پنځه مليارد امريکايي ډالره برابر کړي دي. د اروپايي ټولنې کمېټې او المان له خپلو

سره سم د پيسو دوه پر درېيمه برخه برابره کړې او يو شمېر نړيوالو مالي ارګانونو يوازی د خپلو ژمنو نيمه برخه پلی کړې ده.

د م م سرمنشی بان کيمون د دغې غونډې په پرانستونکو مراسمو کې د افغانستان له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د فساد پر ضد مبازره وکړي او په ډېره اغېزمنه توګه مرستندويه پيسی ولګوي. خو د افغان مسئلې د يو شمېر کارپوهانو په أند مرسته برابرونکي هېوادونه بايد ډېرې زياتې دندې پر غاړه واخلي او د واقعي عملونو له لارې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزير يانګ جې چه وويل چين د افغانستان د پرمختګ پلان په اړه خوښ دی او هيله لري چې دغه پلان افغان وګړيو ته د يو ښه راتلونکی لار هواره کړي .يانګ جې چه پر دې ټينګار وکړ چې په افغانستان کې د بيا أبادۍ تر سره کول او د دغه هېواد ثبات او پرمختګ د بېلا بېلو هېوادونو يوه ګډه هيله ده. دا د افغانانو له ګټو سره سمون لري،د نړۍ د سولې او ثبات لپاره يوه غوښتنه او د م م دنده هم ده. چين په افغانستان کې د سولې ساتنې لپاره د م م د کوششونو لوړه ستاينه کوي او له دغو کوششونو څخه به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.