د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا د خبرونو دفتر د خبر له مخې، د جون د ديارلسمې نېټې تر دوولسو بجو پوری، د سه چوان ولايت د زلزلې له امله د وژل شويو کسانو شمېر نهه شپېته زره او يو سل او دری شپېته تنو ته رسېدلی دی. څه دپاسه دری سوه او اويا زره تنه ټپيان شوی او اوولس زره او څلور سوه او پنځه څلويښت تنه لا تر اوسه ورک دي.
د چين د مالي چارو وزارت د خبر له مخې، د همدې ورځې تر دوولسو بجو پوری د بېلا بېلو کچو ولايتونو له زلزلې ځپلو سيمو سره د ژغورنې لپاره دری پنځوس مليارډ او اووه سوه مليون يوانه لګولی دي.