<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-13 19:01:05    
چين د پوهنې تمليکي حقونو ټاکنه او ساتنه هڅوي.

cri

د چين دولتي شورا څو ورځې مخکې د هېواد د پوهنې تمليکي حقونو د ملي ستراتيژۍ پروګرام خپور کړ چې دا په چين کې د پوهنې تمليکي حقونو ستراتيژۍ د رسمي پلی کېدو يوه نښه ګڼل کېږي. د چين اړوندو چارواکيو د جون په ديارلسمه نېټه څرګنده کړه چې د ستراتيژۍ د ياد شوي پروګرام له اړتياوو سره سم به چين په راتلونکي کې د پوهنې تمليکي حقونو په اړوند د قوانينو جوړونه چټکه کړي او د پوهې تمليکي حق ساتلو اوسنی حالت ښه کړي چې له مخې يې تر ٢٠٢٠ کال پورې د چين د پوهنې تمليکي حق د ټاکنې، کارونې، ساتنې او ادارې سويه نسبتأ لوړه شي.

اوس مهال د پوهنې تمليک حقونو چارې د هېواد د پرمختګ يو اغېزمن او مهم عامل دی او د چين په ګډون زيات هېوادونه دغه چارې د ملي ستراتيژۍ په توګه بولي. د چين د پوهنې تمليکي حقونو چارو دولتي ادارې مرستيال ښاغلي جانګ چين د جون په ديارلسمه نېټه د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر په يوه خبري ناسته کې وويل د چين د پوهې تمليکي حقونو ملي ستراتيژي د هېواد د عمومي پرمختګ له زياتو ستراتيژيو څخه يوه ده چې په راتلونکي کې به د چين د پوهې تمليکي حقونو چارو د پرمختګ لارښوونه وکړي.

د چين حکومت په وروستيو څو کلونو کې د پوهنې تمليکي حقونو ساتلو ته په درنه سترګه کتلی او له اړوندو نړيوالو قواعدو سره سم يې يو لړ قوانين او

قاعدې جوړې کړې چې له مخې يې د پوهې پر تمليکي حقونو د تېري له کړو وړو سره سخته مبارزه کړې ده. خو له دې امله چې په چين کې د پوهنې تمليکي حقونو نظام د جوړېدو وخت دومره اوږد نه دی، نو ځکه د علم، تکنولوژۍ او کلتور د اختراعاتو او د بازاري سيالۍ د نظام قانوني کېدو په برخو کې يې خپل پوره رول نه دی لوبولی او کله نا کله اړوند ناقانونه عمليات هم رامنځته کېږي.

نوموړي څرګنده کړه د چين حکومت په داسي حال کې درې کاله مخکې د پوهې تمليکي حقونو د ملي ستراتيژۍ پروګرام په جوړولو پيل وکړ او څو ورځې مخکې يې له څو ځله اصلاح کولو وروسته خپور کړ. په پروګرام کې دې ته اشاره شوې چې په چين کې د پوهې تمليکي حق ملي ستراتيژۍ د پلی کېدو موخه په راتلونکيو پنځو کلونو کې د پوهنې تمليکي حقونو سويې لوړول، د پوهې تمليکي حقونو شمېر زياتول او د اړوندو ناقانونه عملياتو کمول دي.

د چين د صنعتي او سوداګريزو چارو اداري څانګې او د چاپ حق څانګې چارواکيو هم د جون په ديارلسمه نېته په ياده شوې خبري ناسته کې څرګنده کړه چې د ستراتيژۍ د ياد شوي پروګرام له مخې به چين د امتيازي حقونو، سوداګريزو نښو او ليکنې حقونو په شمول د پوهنې تمليکي حقونو په اړه يو لړ قوانين او قاعدې تعديل کړي، په تدريجي توګه د دوديزو معلوماتو، ملکي هنرونو او جغرافيايی نښو په شمول د يو لړ قوانينو جوړولو کارونه پياوړي کړي او د دې تر څنګ به د نامناسبې سيالۍ او بهرنۍ سوداګرۍ په اړوند په قوانينو او قواعدو کې د پوهنې تمليکي حقونو په اړه مادې بشپړې تعديل کړي.

په دغه پروګرام کې غوښتنه شوې چې د پوهنې تمليکي حقونو ساتنه بايد پياوړې

شي. د چين د چاپ حقونو دولتي ادارې د چاپ حقونو اداري څانګې مرستيال ښاغلي شو چاو وويل چې چين به د عدليې او ادارې له لارې د پوهنې تمليکي حقونه وساتي.

برسېره پر دې، په دغه پروګرام کې د پوهنې تمليکي حقونو د ټاکنې توان، د پوهنې تمليکي حقونو د کارولو او اړوند تګ راتګ د پياوړتيا غوښتنه هم شوې ده.

د چين د پوهنې تمليکي حقونو چارو دولتي ادارې مرستيال ښاغلي جانګ چين څرګنده کړه چې په چين کې د پوهنې تمليکي حقونو ملي ستراتيژۍ پلی کېدل نه يوازې د چين د اختراعي توان او په بازارونو کې د تصديو د سيالۍ توان د پياوړتيا لپاره ګټور دی، بلکې له نورو هېوادونو سره به د چين د اړوندې همکارۍ په نژديوالي کې هم رول ولوبوي.