د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د سه چوان ولايت د جون په ديارلسمه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل د ون چوان ولسوالۍ په زلزله کی څلورپنځوس تنه سلانيان وژل شوی خو هېڅ بهرنی سيلانی پکی نه دی وژل شوی.
د سه چوان ولايت د سيلانۍ چارو ادارې مشر جانګ ګو په خبري ناسته کې وويل چين له زلزلې ځپلو وګړيو سره د ژغورنې په ترڅ کې د څه نا څه شل الوتکو په کارولو سره لس زره او شپږ سوه او اته شپېته تنه کلابند شوي سيلانيان ژغورل شوي دي.