<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-14 11:21:22    
موږ او اورېدونكيو

cri
عمران – سلامونه درنو اورېدونكيو، زه امان الله عمران د خپلو نېكو هيلو په وړاندې كولو سره بيا هم ستاسو سره د موږ او اورېدونكيو په پروګرام كې ملګرى يم او اورېدو ته يې ستاسو هركلى كوم، نو هيله ده د پروګرام تر پايه راسره پاتې شئ. لوى خداى وكړي چې تاسې ټول روغ او خوشاله وئ او هم په خير او نېكمرغۍ سره خپل ژوند پر مخ بيايئ، دا چې تاسې به خپلو ليكونو ته په انتظار وئ، نو خپلې خبرې رالنډوم او سمدلاسه پروګرام پيل كوم.

- لومړى يو برېښنا ليك را اخلم چې له كابل څخه د پژواك خبري اژانس د سيمه ايزو او نړيوالو خبرونو اېډېټر جاويد هميم را استولى دى. له سلامونو او نېكو هيلو وروسته يې ليكلي: ډېر خوښ يم چې ستاسو له لوري مې لومړى ليك او هم ستاسو له لوري رالېږل شوي توكي ترلاسه كړل. بيا وايي: پښتو هېنداره ډېره ښكلې مجله ده، ډېر په زړه پورې مطالب په كې ځاى شوي دي. كه څه هم زه راډيو ډېره نه اورم، خو ستاسو د وېبپاڼې كتل را څخه نه قضا كېږي. هره ورځ چې سهار مهال دفتر ته راشم، نو لومړى د سي ار اى وېبپاڼې پښتو برخه ګورم. په وېبپاڼه كې مې د افغانستان او پاكستان اړوند سياسي، سپورټي او ټولنيز خبرونه ډېر خوښېږي او دېر په زړه پورې دي. اورېدونكى جاويد هميم زياتوي: د پښتو هېندارې له ترلاسه كولو وروسته مې په لنډ وخت كې ټوله ولوستله. د بېجينګ تاريخي اثار، د ياسمين رسټورانټ، د چيني ژبې لوست او د اورېدونكيو د ليكونو برخه ډېره په زړه پورې وه. نوموړى د ليك په پاى كې د همكارۍ ساتلو هيله كوي او غواړي چې تل دوام وركړي.

- له كوهاټ څخه سيد وارث حنيفي په خپل ليك كې له سلامونو او نېكو هيلو وروسته وايي: پروګرامونه مو په ډېر شوق او مينه سره اورو، ډېر په زړه پورې دي. ستاسې خپرونه او بېلابېل پروګرامونه، نوموړى زياتوي، په ښه او رڼه توګه اورېدل كېږي. بيا وايي: ستاسې د راډيو له لارې د يوې مسابقې ترسره كولو په اعلان خورا زيات خوشاله شوو، هيله ده، دى وايي، چې زموږ كلب ته په كې د ګډون فرصت راكړئ. سيد وارث حنيفي زياتوي: دا ځل مې وغوښتل چې د (ړندې نجلۍ) په سرليك يو لنډه لكنه درلېږم هيله ده راته خپور يې كړئ.

- دغه بل ليك را اخلم چې اورېدونكي عمر پاڅون را استولى دى. له سلامونو او نېكو هيلو وروسته يې ليكلي: پښتو هېنداره پر له پسې رارسېږي، ليك مو هم راورسېد، چې زه يې هم له امله ستاسو څخه د زړه له كومي مننه كوم. بيا وايي: دا چې تاسو زما ليك ته هركلى ويلى او هم مو زما وړانديزونه په پام كې نيولي، يو ځل بيا ستاسو څخه ډېره زياته مننه كوم. د پښتو هېندارې د مخونو زياتول او او د مجلې په بنه چاپول يو غټ پرمختګ دى.

- د پاكستان له مظفر كړ څخه اورېدونكې فريده كانوال په انګريزي ژبه يو لنډ ليك را استولى او ليكلي يې دى: زه ستاسې خپرونې ځينې وخت اورم، په ورستيو ورځو كې مې پرله پسې اورېدلي، ټول پروګرامونه مو ډېر ښه دي. په تېره بيا د هنر او كلتور پروګرام مې ډېر خوښېږي. اورېدونكې فريده كانوال د خپل ليك په پاى كې د خپرنيزو توكيو د ور استولو غوښتنه كوي.

- دغه بل ليك بيا له لكي مروت څخه اورېدونكي قاري حافظ ګل جنت را استولى دى. له سلامونو او نېكو هيلو وروسته يې ليكلي: زه ستاسو يو پخوانى اورېدونكى يم او پر دې سربېره د جنت كلب مشر هم يم. زموږ په كلب كې نولس كسان غړيتوب لري. موږ هر وخت ستاسو پروګرامونه اورو او د خبرونو ويلو ډول مو ډېر په زړه پورې دى او زموږ ډېر خوښېږي. نن سبا د اولمپيك لوبو په باره كې ډېر ښه پروګرامونه خپروئ، چې موږ ترې ډېر ګټور مالومات ترلاسه كوو. اورېدونكى قاري حافظ ګل جنت بيا ليكي: موږ په خپل كالج كې يوه غونډه ترتيب كړه چې ډېرو خلكو په كې برخه واخيسته، دوى په ډاګه كړه چې د سي ار اى پروګرامونه به اوري او ليكونه به هم در استوي.

- له همدغه ځاى لكي مروت څخه يو بل اورېدونكي هارون الرشيد هم ليك را استولى دى. له سلامونو وروسته يې ليكلي: زه د صمد لسنرز كلب مشر يم، موږ ستاسو پروګرامونه په مينه او شوق سره اورو. بيا وايي: د پاكستان وګړيو ته سي ار اى پښتو خپرونه ډېره ملګرې ده، ځكه چې ډېر ښه پروګرامونه خپروي او دوستي هم ساتي نو له دې امله، نوموړى وايي، سي ار اى له نورو راډيو ګانو څخه غوره راډيو ده. اورېدونكى هارون الرشيد خپلې ستاينې ته دوام وركوي او وايي: د سي ار اى پروګرامونه د خپلو اورېدونكيو په زړونو كې د ډېرې خوښۍ سبب كېږي، هغه پروګرامونه چې تاسو خپروئ نورې راډيو ګانې يې نه خپروي. ستاسې پروګرامونه، دى زياتوي، ډېر په زړه پورې دي او له ډېرو معلوماتو ډك وي. بيا زياتوي: موږ هيله لرو د سي ار اى كاركوونكي د خپلو دندو په ترسره كولو كې په اخلاص او مينه سره كوشش وكړي، چې د اورېدونكيو مينه او محبت نور هم راجلب كړي.

- دغه بل ليك بيا له پېښور څخه نور حميد خان را استولى دى. له سلامونو وروسته يې ليكلي: زه د سرحد پېشاوري لسنرز كلب غړى يم، زموږ د كلب د غړيو شمېر شپاړس تنو ته رسېږي. ما پخوا هم تاسو ته ليكونه در استولي دي. ستاسو خپرونه مې ډېره خوښېږي، بېلابېل پروګرامونه مو هر وخت په مينه او شوق اورم. بيا وايي: د اولمپيك لوبو وخت هم رانژدې كېږي، مهرباني وكړئ موږ ته د بېجينګ اولمپيك لوبو په اړه معلومات او د پښتو هېندارې نوې ګڼې راواستوئ. اورېدونكى نور حميد د خپل ليك په پاى كې وايي: زه چين ته د سفر ډېر ارمان لرم، هيله من يم چې دغه ارمان مې يو وخت پوره شي.

- د بلوچستان له ژوب څخه د سي ار اى لسنرز كلب مشر رفيع الله مندو خېل له خوا هم يو ليك رارسېدلى دى. د چين نړيوالې راديو پښتو خپرونې كاركوونكيو ته يې له سلامونه وروسته ليكلي: د تېرو معلوماتي مسابقو په څېر موږ د اولمپيك لوبو په هكله په روانه سيالۍ كې هم ګډون كوو، خو له بده مرغه چې موږ ته، دى وايي، تر اوسه پوښتنپاڼې نه دي رارسېدلې. بله خبره دا چې، نوموړى زياتوي، د شپې له خوا ستاسو خپرونې زموږ په سيمه كې رڼې نه اورېدل كېږي. رفيع الله مندوخېل وړاندې ليكي، موږ تل هڅه كړې چې سي ار اى راډيو نورو ډېرو خلكو ته وروپېژنو، زموږ د هڅو له مخې، دى وايي، اوس په پاكستان كې ډېر وګړي ستاسې خپرونې اوري. نوموړى د خپل ليك په پاى كې د نوې سيالۍ د پوښتنپاڼو او هم د پښتو هېندارې د نوې ګڼې د وراستولو غوښتنه كړې ده.

- دغه راز له پېښور څخه د سرحد پېشاوري لسنرز كلب غړي رب نواز، له مظفر كړ څخه اورېدونكې سوبېتا باتول، فريحه، لېناب او عبد الرحيم ليكونه را استولي، سلامونه يې ويلي او د چين نړيوالې راديو پښتو خپرونه يې ستايلې ده. دوى وايي هر وخت پښتو خپرونه اوري، او بېلابېل پروګرامونه يې ډېر خوښېږي.

- درنو اورېدونكيو، ستاسې له خوا رارسېدلي ليكونه مو ولوستل، اوس به موسيقۍ ته نوبت وركړو، نو راځئ چې دا ځل د هما په غږ دغه سندره واورو.

- درنو اورېدونكيو د هما سندره مو واورېده، د موږ او اورېدونكي پروګرام هم ورسره پاى ته رسېږي، كه غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې د بېلا بېلو ورځو خپرونې او دغه راز زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او واورئ او هم بېلا بېل معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ ما امان الله عمران ته اجازه راكړئ، په لوى څښتن مو سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.