د سن هوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولتي شورا مطبوعاتې دفتر د چين د زلزلې د مخنيوي او ژغورنې د عمومی قوماندانۍ له قوله خبر ورکړ چې د جون د څوارلسمې نېټې تر دوولسو بجو پورې د سه چوان ولايت د ون چوان ولسوالۍ د سختې زلزلې له امله نهه شپېته زره او يو سل او اويا تنه مړه، دری سوه او اويا زره تنه ټپيان او اوولس زره او څلور سوه او اته ويشت تنه نور ورک شوي دي.
د چين د ملکي چارو د شميرنې سره سم د جون د څوارلسمې نېټې تر دوولسو بجو پورې د چين په دننه او بهر کې د پنځه څلويښت مليارډو او پنځه سوه مليونه يوانو په ارزښت مرستندويه مالونه او بسپنې ورکړل شوي دي چې څوارلس مليارډو يوانه بسپنه زلزله ځپلو سيمو ته برابر شوې ده.