د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې په چين کې د بهرنيو تصديو، نړيوالو شرکتونو او د هانک کانګ او مکاو تصديو د جون تر ديارلسمې نېټې پورې د سه چوان ولايت زلزله ځپلو سيمو ته د دری مليارډو او شپږ سوه او يو شپيته مليونه يوانو په ارزښت مرسته برابره کړې ده.
د يو شمير ولايتونو او ښارونو د سوداګرۍ اداري څانګو او د چين د بهرنيو تصديو د ټولنې د شميرنې سره سم په يادو شويو مرستو کې له دری مليارډو او نهه ديرش مليونه يوانو بسپنې او د خوراکونو، درملونو، طبي سامان الاتو او خيمو په ګډون د شپږ سوه او دوه ويشت مليونه يوانو په ارزښت مرستندويه مالونو هم شامل دي عبارت دي.
دغه راز يو شمير تصديو ژمنه وکړه چې دوی به د دوه سوه او اوه څلويښت مليونه يوانو په ارزښت نوره مرسته هم ورکړي.