<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-16 16:47:21    
د چين او امريکا ترمنځ ستراتيژيکو اقتصادی خبرواترو ته يوه لنډه کتنه

cri

ګرانو اوريدونکو! د چين او امريکا ترمنځ به د څلورم پړاو ستراتيژيکې اقتصادي خبرې اترې د روانې مياشتې له ١٧ نېټې څخه تر ١٨ نېټې پوری د امريکا د ماريلند ايالت په اناپوليس کې ترسره شی. د چين د لومړی وزير مرستيال وانګ چي شان او د امريکا د ماليې وزير هنری پاولسن به په ګډه د دغو خبرو اترو مشري وکړي. د دغو خبرو اترو له پرانيستلو مخکې به د تيرو دريو دورو خبرو اترو ته يوه لنډه کتنه وشی.

د چين او امريکا ترمنځ ستراتيژيکې اقتصادی خبرې اترې نن ورځ د دواړو هيوادونو د سلامشورې ميکانيزم په چوکاټ کې ترټولو لوړپوړی خبرې اترې ګڼل کيږی او په تاريخ کې د دواړو خواوو د اقتصادی چارواکيو تر منځ ترټولو لوړپوړی تګ راتګ هم دی. د ٢٠٠٦ کال د سپتمبر په شلمه نېټه هغه وخت د چين د لومړی وزير مرستيالې مېرمن وو يی او د امريکا د ماليې وزير پاولسن يوه ګډه اعلاميه خپره کړه چې له مخې يی د دواړو هيوادونو ترمنځ يی ستراتيژيکې اقتصادی خبرې اترې پيل کړې . ميرمن وو يی وويل:

نن زه او ښاغلی پولسن په ګډه اعلانوو چې د چين او امريکا ترمنځ ستراتيژيکې اقتصادی خبرې اترې په رسمی توګه پيل شوې دي. دغه خبرې اترې د اقتصاد د نړيوال کېدو د ژور پرمختګ او د دواړو هيوادونو د اقتصادی اړيکو د لانژدی کېدو په حال کې په نړۍ کې د دواړو يو ترټولو لوی پرمختيايی او بل پرمختللی دواړو هيواد ترمنځ په اقتصادی ساحه کې ستراتيژيکې خبرې اترې دي.

دغه خبرې اترې هر کال دوه ځله او په نوبتی توګه په چين او امريکا کې ترسره کيږی. د ميرمن وو يی او ښاغلی پولسن په مشرۍ دغه خبرې اترې دری ځله

ترسره شوې دي.

د ٢٠٠٦ کال د ديسمبر له ١٤ نېټې څخه تر ١٥ نيټې پوری د چين او امريکا ترمنځ لومړی ستراتيژيکې اقتصادی خبرې اترې په بيجينګ کې ترسره شوې. دواړو خواوو د چين د پرمختګ لارې او د چين د اقتصادی ستراتيژۍ په شاوخوا د ښاری او کليوالو سيمو د پرمختګ د برابرۍ ، د چين د اقتصاد د دايمی پرمختګ او د پانګونې پياوړتيا په ګډون د يو لړ مسئلو په اړه ژور بحث وکړ. ميرمن وو يی له دغو خبرواترو وروسته وويل چې دغو خبرو اترو ډير برياليتوبونه ترلاسه کړی دی. دی وويل:

زه او ښاغلی پاولسن اود چين او امريکا په پلاويو کې وزيران په دې نظر يو چې دغه لومړی خبرې اترې ډېرې بريالی دي. دغه خبرې اترې د چين او امريکا د سوداګريزو او اقتصادي اړيکو د راتلونکی پرمختګ او د دواړو هيوادونو ترمنځ د همکارۍ ګټورو اړيکو د لانژديوالی لپاره ګټورې دی.

دغه دوهمې خبرې اترې د ٢٠٠٧ کال د می له ٢٢ نيټې څخه تر ٢٣ نيټې پوری د امريکا په پلازمينه واشنګتن کې ترسره شوې. ښاغلی پاولسن له خبرو اترو وروسته وويل:

نن موږ د راتلونکې پراخې همکارۍ په اړه موافقه کړې چې په کې اقتصادی او مالی خدمتی چارې ، دانرژۍ کارول، چاپيريال او ملکی هوايی چارې شاملې دی. دغه ميکانيزم به دوام ولری او زموږ ترمنځ د همکارۍ روحيه به هم پرمختګ وکړي.

د چين او امريکا ترمنځ درېيمې ستراتيژيکې اقتصادی خبرې اترې په بيجينګ کې ترسره شوې. دواړه خواوې د اقتصاد د نړيوال کيدو فرصتونه څخه په ګټه او له ننګونو سره د مقابلې کول تر سرليک لاندی ٣١ موافقو ته رسيدې .او اړوند تړونونه يی هم لاسليک کړی دی. د چين د دولت رئيس هوجين تاو له خبرواترو وروسته له ښاغلی پاولسن سره وکتل او د دواړو خواوو د کوششونو ستاينه او له هغوی څخه يی مننه وکړه. ده وويل:

دغه خبرې اترې چې همداوس پای ته ورسېدې، ډېرې بريالی وې چې په کې پراخې موافقې او مثبتې پايلې ترلاسه شوې دي. زه د مېرمن وو يی او ښاغلی پولسن د ښې مشرۍ او د دواړو خواوو د اړوندو څانګو د کوششونو ستاينه کوم او ورڅخه مننه څرګندوم.

دغه خبرې اترې د چين او امريکا ترمنځ اړيکو په ثابت پرمختګ کې مهم رول لوبوی. که څه هم دواړه خواوې ځينی توپيرونه لری خو د متقابل درناوی پر بنسټ د اړوندو توپيرونو د ليری کولو لپاره کوشش کوي. ميرمن وو يی وويل :

که څه هم د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادی او سوداګزيرو اړيکو د پرمختګ په بهير کې ځينی توپيرونه شته. خو داسی توپيرونه يوازی د خبرو اترو او بحثونو له لارې حل کېدی شی. د چين او امريکا د اقتصادی او سوداګريزو اړيکو د پرمختګ له تجربو سره سم خبرې اترې د مقابلې په پرتله او سلامشورې د نيوکې او فشار اچولو په پرتله ښې پايلې ترلاسه کوي.

د چين او امريکا ترمنځ به دڅلورم پړاو ستراتيژيکې اقتصادی خبرې اترې ژرترسره شی . دواړه هيوادونه به د دغه ميکانيزم په چوکاټ کې د دوه اړخيزو اقتصادی اړيکو د ښه پرمختګ او د دواړو هيوادونو د خلکو د ډېرو ګټو د ترلاسه کولو لپاره خدمتونه وکړي.