<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-16 17:01:20    
د چين په ستره برخه کې تايواني سوداګر چن فنګ ژونګ

cri

ډېرو تايواني سوداګرانو د تېرې پېړۍ له اتمې لسيزې راهيسی د چين په ستره برخه کې پانګونې او سوداګريز کارونه تر سره کړي او د هېواد په ستره برخه کې د اقتصاد د چټک پرمختګ له امله يې ډېرې ګټې تر لاسه کړي دي. نن ورځ ډېر زيات تايواني سوداګران د هېواد سترې برخې ته ځي. په چين کې د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د يو تايوانی سوداګر چن فنګ ژونګ په اړه يوه کيسه وړاندې کړم.

ښاغلی چن فنګ ژونک د تايوان د چيون تونګ شرکت مشر او ټاټوبی يې د چين په جنوب ختيځ د فو جيان ولايت چيون جو ښار دی. چن فنګ ژونګ د نولس سوه او شپږ اتيايم کال کې د چين له لوی ښار ګوانګ جو څخه ليدنه وکړه. دغه ښار د تېرې پېړۍ په اتمه لسيزه کې يو وروسته پاتی ښار و او پر چن فنګ ژونګ يې يوه ښه اغېزه نه وه کړې. خو ښاغلي چن پريکړه وکړه چې د هېواد په ستره برخه کې پانګې واچوي. په نولس سوه او اته اتيايم کال کې يې د ګوانګ جو ښار په هوانګ پو بندر کې د باروړونکو بيړيو يوه اډه جوړه کړه. د ښاغلي چن په أند د دغې پريکړې جوړول دری لاملونه لري. يوه خوا د دواړو غاړو د وګړيو په بدنونو کې يو شان وينې تېرېږي چې اړيکې يې ډېرې ښې دي. بله خوا د چين په ستره برخه کې د اقتصاد پرمختګ ښه راتلونکی لري. بر سېره پردی د هېواد په ستره برخه کې د تايواني سوداګرانو د پانګونې په اړه يو لړ امتيازي تګلارې هم خپرې کړي دي.

ښاغلي چن وويل هغه د سوداګرۍ په پيل کې د دواړو غاړو د تګلارو او پوهاويو ترمنځ د توپيرونو له امله له ډېروستونزو سره مخامخ شو. خو ډېرې ستونزې د ځايي حکومت او اړوندو ارګانونو تر مرستې حل شوې دي. ښاغلی چن وايي

په ګوانګ جو ښار کې مې د سوداګرۍ په پيل کې له ځايي حکومت څخه ډېرې مرستې او ملاتړ تر لاسه کړ. حکومت د تايواني سوداګرانو لپاره يو شمېر امتيازي تګلارې وټاکلې.د ده معاملې د دغو ښو شرايطو په اثر کې ګام پر ګام پرمختګ کړی دی.

د چين په ستره برخه کې د اقتصاد چټک پرمختګ ډېر بااستعداد پرسونلان راجلب کړي چې د چن فنګ ژونګ د سوداګرۍ پرمختګ ته يې ښه فرصت برابر کړی دی. د چيون تونګ شرکت مرستيال ښاغلی چيو شنګ جيه هم له تايوان څخه راغلی . دی واي:

زما په أند ګوانګ جو ښار ډېر فرصتونه لري او اقتصاد يې د ښه پرمختګ په حال کی دی. هر کال په دغه ښار کې د چين د وارداتو او صادراتو د معاملې غونډه تر سره کېږي چې پکې ډېر فرصتونه شته. نو زما په أند په دغه ښار کې ژوند کول او د سوداګرۍ تر سره کول ښه کارونه دي.

په ګوانګ جو کې د شل کلنۍ له ژوند او کار وروسته د دغه ښار چټک پرمختګ او لوی بدلون چن فنګ ژونګ ته ډېرې ژورې نښې ورکړې دي. ښاغلي چن په دغه ښار

کې يو کور اخيستی او د ده کورنۍ اوس په دغه ښار کې اوسېږي. ښاغلی چن وايي

زما په أند ټول موږ د هېواد له سترې برخې څخه راغلی، نو بېرته دلته راستندېدو زموږ د اوږدې مودې راهيسې يوه هيله ده. زما زوی اوس دلته په يو پوهنتون کې زده کړه کوي. زه هيله لرم چې زموږ راتلونکی نسلونه د هېواد په ستره برخه کې ژوند وکړي.

ښاغلي چن د چين په ستره برخه کې د اقتصادي پرمختګ په هکله خپل باور څرګنده کړ

د ګوانګ جو، شن ځن او شانګهای په شان دغو لويو ښارونو ډېر پرمختګ کړی دی. دا رد وړه نه ده چې په راتلونکو لسو او پنځه لسو کلونو کې به د چين په ستره برخه کې اقتصاد لا پرمختګ وکړي.

د چين په ستره برخه کې به د اقتصاد چټک پرمختګ نور زيات تايواني سوداګران راجلب کړي. دوی به هم د ډېرو ښو فرصتونو له لارې په ښه ډول خپل کارونه تر سره کړي.