<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-16 18:33:52    
پنډا روزونکی او د اولمپيک لوبو د سپيڅلی مشال لېږدونکی شه بين

cri

د بېجينګ اولمپيک لوبو د بختورو نښو تر منځ يوه هم جينګ جينګ نومېږی، يوه پنډا ده. د جينګ جينګ اصلی شکل د سه چوان ولايت د چنګ دو ښار د پنډا د روزنې او څېړنې په اډه کې يوه لويه پنډا ده چې جينګ جينګ نومېږی. د دغه پنډا روزونکی شه بين په نيکمرغۍ سره د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلی مشال ليږدونکي په توګه وټاکل شو. شه بين هيله لري چې په دغه فرصت سره د چاپېريال ساتنې په اړه د بېجينګ اولمپيک لوبو روحيه خپره کړي او له وګړيو څخه غوښتنه وکړي چې په ښه توګه د پنډا په شمول د ژويو ساتنه وکړي.

په ٢٠٠٤ کال کې ٢٢ کلن شه بين د سه چوان د کرنې پوهنتون د ژويو ساينس له څانګې څخه فارغ شو او د چنګ دو ښار د پنډا روزنې او څېړنې په اډه کې يې په کار پيل وکړ. که څه هم اوس د ده کارونه ډېر زيات دي، خو دی بيا هم د ډېرې خوښۍ احساس کوي. هغه زموږ خبريال ته وويل (اواز١)

پنډا نه يوازی په چين کې بلکی په نړۍ کې د چاپېريال ساتنې يوه ښه نښه ده. ډېر وياړم چې د يو داسې ژوي روزلو دنده په غاړه لرم.

پنډا جينګ جينګ په ٢٠٠٥ کال کې زېږېدلی چې له زېږېدنې راهيسې يې د روزنې ځانګړی دنده د شه بين پر غاړه ده. د جينګ جينګ کورنۍ يوه سپورتي کورنۍ ده. مور يې يا يا د بېجينګ د اسيايی سپورتي لوبو په کال کې زېږېدلی ده او پلار يې کوبی د ١٩٩٢ کال د بارسيلونه اولمپيک لوبو بختوره نښه وه او د کوبی نوم د اولمپيک نړيوالې کمېټې د پخواني مشر خوان انتونيو سمارانچ لخوا غوره شو.

د ٢٠٠٧ کال په جون کې په چين کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپېڅلي مشال د ليږدونکيو ټاکنه پيل شوه. له دې امله چې پنډا جينګ جينګ د بختورې جينګ جينګ اصلی شکل دی، نو د شه بين په اند، د جينګ جينګ د روزونکي په توګه، دی خپل وړتيا لري. نو ځکه ده په دغه ټاکنه کې ګډون وکړ. ده وويل (اواز٢)

زه غواړم د اولمپيک لوبو د سپيڅلی مشال يو لېږدونکی شم چې د دغه فعاليت له لارې د لويې پنډا ساتنې په اړه ښه تبليغات وشي.

له يو لړ ازموينو وروسته شه بين د مشال لېږدونکو په وروستۍ ټاکنه کې ګډون وکړ چې د ٢٠٠٧ کال په اګست کې تر سره شوه. هر کال د اګست مياشت د لويې پنډا د زېږدنې وخت دی او شه بين ډېر کارونه درلودل، خو د شه بين د ملاتړ لپاره، د چنګ دو ښار د لويې پنډا د روزنې او څېړنې اډې د ژويو ادارې مشر هوانګ شيانګ مينګ نوموړي ته هر وخت د رخصتۍ غوښتنې ځانګړی حق ور کړ.

د خپل مشر په ملاتړ سره، شه بين په بريالۍ توګه د مشال ليږدونکي په توګه وټاکل شو. په سيالۍ کې د ګډون پر وخت شه بين کله کله د لويې پنډا په اړه معلومات تبليغ کول. هغه وويل (اواز٣)

په بېجينګ کې ډېرو وګړيو له ما څخه د لويې پنډا په اړه پوښتنې کړې چې ما يو په يو ځواب کړی دي. زه غواړم نورو کسانو ته د پنډا په اړه د ډېرو معلوماتو په ور کولو سره د لويې پنډا د ساتنې لپاره خپل رول ولوبوم.

شه بين وايې لويې پنډا ور سره د ده د اولمپيک هيلې د تر سره کېدو په اړه مرسته کړې، نو دی بايد د يو مشال ليږدونکي په توګه له وګړيو څخه غوښتنه

وکړي چې د لويې پنډا ساتنې ته ډېره پاملرنه او له لويې پنډا سره مرستې وکړي. نوموړي وويل د دغه فعاليت تر ټولو مهم ارزښت دا دی چې دی به د خپلو کوششونو له لارې ډېر زيات کسان د لويې پنډا ساتنې په اهميت پوه کړي. دا د چاپېريال ساتنې په اړه د اولمپيک لوبو روحيې د پلی کولو لپاره د ده يوه مهمه لار ده.

د اولمپيک لوبو د مشال لېږدونکي په توګه له ټاکلو وروسته، شه بين په لا نوره جدي توګه د مسئوليت احساس کوي. هغه وويل (اواز٤)

زه ډېر وياړم چې د اولمپيک لوبو مشال يو ليږدونکی ګرځم. خو زه لا تر اوسه هم د پنډا يو روزونکی يم او بايد په ښه توګه خپل کارونه تر سره کړم. هيله لرم چې په خپلو کوششونو سره مې د مسلکي چارو درجه نوره هم لوړه شي.