<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-16 18:40:12    
چين به د بی وزلی سيمو د وګړيو او هم د ګرځنده کسانو تر منځ د ناروغيو ضد ستني وهنې انډول لوړ کړي

cri

سږ کال د چين د ناروغيو د مخنيوی پلان د پلی کولو له دېرشمې کاليزې سره برابر دی. د چين د روغتيا وزارت چارواکي څو ورځې مخکې په بېجينګ کې وويل حکومت ته د وګړيو د وړيا واکسينونو ډولونو له شپږ څخه څوارلسو د زياتونو لپاره دوه مليارډ او اووه سوه مليون يوانه زيات کړی دی. د روغتيا وزارت به په راتلونکی کې د بی وزلو سيمو او د وګړيو او د ګرځنده کسانو تر منځ د ناروغيو ضد ستني وهنې انډول لوړ کړي.

د ناروغيو مخنيوی پلان يعنی د ساري ناروغيو ضد ستني وهنې ټاکلو فعاليتونو په تر سره کولو سره ساري ناروغۍ کنترول او له منځه يووړل شي. دغه تدبير لږ لګښت غواړي خو پراخه اغېزه کوی، نو په بېلا بېلو هېوادونو کې تر سره کېږی. چين په ١٩٧٨ کال کې دغه تدبير پيل کړ او تر روان کال پوری دېرش کاله پرې تېر شوې دي. اوس د هغو ساري ناروغيو د خپرېدو انډول چې د واکسين له لارې يې مخنيوی کېږی، د تېرو نورو کلونو په پرتله ډېر کښته دی.

د چين د روغتيا وزارت د ناروغيو مخنيوي ادارې چارواکي هاو يانګ وويل د ساري ناروغيو د اوسنيو حالاتو له مخې، چين پرېکړه کړې چې د ناروغيو مخنيوي پلان چوکاټ پراخ کړي.

د معلوماتو له مخې، مرکزي حکومت د ٢٠٠٧ کال په پای کې د لومړي ځل لپاره د ساري ناروغيو د مخنيوی پلان چوکاټ د پراخولو لپاره بېلا بېلو ولايتونو ته دوه

مليارډ او اووه سوه مليون يوانه ځانګړې پيسی ور کړې دي.

چارواکي هاو يانګ په همدې وخت کې دې ته اشاره وکړه چې اوس د چين دغه پلان لا له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی. د بېلګې په توګه په سړه توګه د واکسين د زېرمې او ليږنې تاسيسات کافی نه دي، د ځايی طبی کارکوونکيو کيفيت بايد لوړ شي او داسی نورې چارې هم بايد تر سره شي. پر دې سربيره، په بی وزلی سيمو کې د وګړيو او د ګرځنده کسانو تر منځ ستنی وهنه هم د روغتيا وزارت يوه بېړنۍ دنده ده.

د معلوماتو له مخې، له دې امله چې د چين د بېلا بېلو ځايونو پرمختګ برابر نه دی، د ختيځو، منځنيو او لوېديځو سيمو تر منځ او د ښارونو او ولسواليو تر منځ څرګند توپيرونه شته. په ښارونو کې د کليوالو کارګرانو شمېر په زياتېدو سره، ډېر ماشومان له خپلو پلرونو او ميندو سره د کليو او ښارونو تر منځ تګ راتګ کوی، نو دوی ته د ناروغيو ضد ستنی وهنې ضمانت نه کېږی. ښاغلي هاو يانګ په دې اړه وويل زموږ د پلان له مخې بايد هر ځای د هغو ماشومانو تر منځ د ناروغيو مخنيوی په خپل پلان کې شامل شي چې په دغه ځای کې يې درې مياشتی استوګنه کړې ده. د روغتيا وزارت به د دغه کار څارنه پياوړی کړي او د ګرځنده کسانو تر منځ د ناروغيو ضد ستنی وهنې ضمانت خپله راتلونکې دنده وګني.

پر دې سربيره د روغتيا وزارت به له بې وزلو سيمو سره د مرستې په زياتېدو سره ګام په ګام په ټول هېواد کې د ناروغيو ضد ستني وهلو په اړه د معلوماتو مرکز جوړ کړي چې په نژدی وخت کې اړوندې موخې ته ورسيږي.