<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-16 20:07:25    
چين د انټرنټ له لاری د اولمپيک سپورتی لوبو په اړه د ناقانونه خپرونو پرضد ځانګړی عمليات تر سره کوي

cri

چين اوس مهال د هېواد په دننه کې پرانټرنټ د چاپ د ناقانونه عملياتو پرضد ځانګړی عمليات تر سره کوي چې په عمده توګه د اولمپيک سپورتی لوبو په اړه د ناقانونه خپرونو پرضد مبارزه کوي.

دغه ځانګړی عمليات له تېرې اوونۍ څخه پيل شوی او د اکتوبر ترمنځنيو لسو ورځو پوری دوام وکړي.د چين د چاپ حقونو دولتی ادارې د چاپ حقونو ادارې څانګې مرستيال شو چاو وويل دغه عمليات د دغې ادارې، د عام امنيت وزارت او د صنايعو او معلوماتو وزارت له خوا په ګډه سره تر سره کيږي.

نوموړي وويل دغه عمليات په عمده توګه د سمعي ډول په تصويری ويب پاڼو کې د ناقانونه خپرونې تنظيمول دی.د چين د چاپ حقونو دولتی ادارې د بېلا بېلو ځايونو د قوانينو پلی کولو له څانګو څخه غوښتنه وکړه چې په خپلو سيمو کې د لويو ويب پاڼو او د هغو ويب پاڼو پلټنه وکړي چې د موسقۍ، فلمونو، د نرم زيرميزو، کتابونو او لوبو په خپرولو بوخت دی.

هغه زياته کړه چې په وروستيو ورځو کې په تصويری ويب پاڼو کې د چاپ ناقانونه خپرونې مسئله څرګنده ده.نو په دی اړه يې خپله انديښنه څرګنده کړ چې دغه مسئله به د بېجينګ اولمپيک سپورتی لوبو له تر سره کولو مخکی او وروسته په په دغو ويب پاڼو کې لاڅرګنده وي او لازياتې ناقانونه خپرونې به پکې رامنځته شی.هغه زياته کړه چې د دغې مسئلې په هکله د دغې ادارې رويه هم ډېره څرګنده ده چې مونږ بايد تر خپلې

وسی پوری د اولمپيک سپورتی لوبو د ډاډمنو خپرونو د تامين لپاره کوشش وکړو.

ښاغلی شيو چاو وويل د اولمپيک منشور،د چين د حکومت او اولمپيک د نړيوالې کميټې ترمنځ د اړوند تړون، د چين د تصنيق حقونو د قانون او د اولمپيک نښو ساتلو له مقرراتو سره سم د اړوندو څانګو د اجازې نه اخيستلو په حال کې پر انټرنټ د اولمپيک سپورتی لوبو خپرونه ناقانونه ده.

نوموړي وويل د چين په ستره برخه او مکاو کې د انټرنټ له لاری د اولمپيک سپورتی لوبو او اړوندو فعاليتونو د خپرولو حق د چين د سی سی تی وي نړيوالې ويب پاڼې ته ور کړی شوی دی. چين به پر انټرنټ د اولمپيک سپورتی لوبو د ناقانونه خپرونو پرضد د مبارزې پر مهال نه يوازی د چاپ پر حقونو باندی د دغو خپرونې برابرونکيو د تېری کوونکيو عملياتو پرضد هم مبارزه وکړي بلکی په دغه برخه کې د انټرنټ کارونکيو ناقانونه عملياتو پر ضد مبارزه وکړي.اوس مهال ګڼ شمېر چينی انټرنټ کارونکی ډېر خوښ دی چې په خپله ويب پاڼه يا فورم کې هغه تصويری سندونه خپروني چې په خپله اخيستل شوي دي ، خو که دغه کسان د اولمپيک سپورتی لوبو او سپېچلی مشال د ليږدونې په اړه کوم تصويری سند واخلي او له سپارښتنې پرته يی په خپله پر انټرنټ خپورکړي، نو دغه عمل به د چاپ پر حقونو باندی له تيری کوونکيو عملياتو سره تړاو ولري.