<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-16 20:46:11    
چين له زلزلې وروسته د نورو ناورينونو د مخنيوی لپاره فعال تدبيرونه نيسي.

cri

د سن هوا اژانس د خبر له مخې د چين صدراعظم او د چين د دولتي شورا د زلزلې د مخنيوي او ژغورنې د عمومی قوماندانۍ مشر ون جيا باو د جون د شپاړسمې نېټې له غرمی وروسته د دغه قوماندانۍ د نولسمې غونډې مشری وکړه چې د زلزلې له امله د رامنځه ته کيدونکونورو ناورينونو د مخنيوي په اړه د کارونو څيړنه وشي.

د ون چوان ولسوالۍ له زلزلې وروسته په اوږده موده کې په پر له پسی توګه کوچنې زلزلې رامنځه شوی. په سيلابي موسم کې به لا زيات باران واوري، نو ښايې چې نوی ناورينونه رامنځه شي.

دغې غونډې له اړوندو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د نورو ناورينونو د مخنيوي لپاره موثر تدبيرونه ونيسي چې د خلکو سر او مالونو ته د نويو زيانونو د رسيدو مخنيوی وکړي او د مصيبت ځپلو سيمو د بياجوړولو لپاره زمينه برابره کړي.