<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-17 16:25:18    
ښاغلی شي جين پينګ د چين د دولت رئيس مرستيال په توګه بهر ته په خپل لومړی سفر پيل وکړ

cri

ګرانو دوستانو! د چين د دولت رئيس مرستيال شي جين پينګ د روانې مياشتې په ١٧ نېټه د دېموکراتيکې کوريا (شمالی کوريا) پلازمېنې پيونګ يانګ ته ورسيد او له دغه هيواد څخه يی په خپله رسمی ليدنه پيل وکړ. د دې ترڅنګ به ښاغلی شي جين پينګ له مغولستان، سعودی عربستان ، قطر او يمن څخه هم ليدنه وکړي . دا د روان کال په مارچ مياشت کې د چين د دولت رئيس د مرستيال په توګه د ښاغلی شي جين پينګ له ټاکل کېدو وروسته بهر ته د ده لومړی سفر ګڼل کيږی. د چين د بهرنيو چارو وزارت څوورځې مخکې هيله څرګنده کړې وه چې د أسيا دغو پنځو هيوادونو ته د ښاغلی شي جين پينګ سفر به د چين او دغو هيوادونو ترمنځ تبادله او همکاري پياوړی کړي او د چين او اړوندو هيوادونو ترمنځ دوه اړخيزې اړيکې به وهڅوی.

شي جين پينګ به لومړی له دېموکراتيکې کوريا څخه ليدنه وکړي. په ٢٠٠٥ کال کې دغه هيواد ته د چين د دولت رئيس هوجين تاو له سفر وروسته د چين لوړپوړی مشر يو ځل بيا له دغه هيواد څخه ليدنه کوي. دچين د بهرنيو چارو وزارت وياند چين ګانګ خبری رسنيو ته وويل چې د چين او دېموکراتيکې کوريا ترمنځ د دوستۍ او همکارۍ اړيکيو پرمختګ د دواړو هيوادونو له ګډو ګټو سره سمون لری او د کوريا ټاپووزمې او ځايی سيمې د سولې او ثبات لپاره هم ګټورې دی. چين به له دغه هيواد سره د ښه ګاونډيتوب او دوستانه اړيکو د پرمختګ لپاره کوشش وکړي. چين ګانګ وويل:

د دېموکراتيکې کوريا مشران به په جلاجلا توګه له شي جين پينګ سره وګوري. موږ غواړو د دغه سفر له لارې دواړه خواوې د خپلمنځیو اړيکو او د ګډې علاقې وړ سيمه

ايزو او نړيوالو مسئلو په اړه چې د کوريا ټاپووزمې ذروی مسئله هم په کې سامله ده، د نظريو ژوره تبادله وکړي. موږ دا هيله هم لرو چې د دغه سفر له لارې د چين او دېموکراتيکې کوريا ترمنځ د دوستانه همکارۍ دوديزې اړيکې لازيات پرمختګ وکړي.

دېموکراتيکه کوريا په شمال ختيځه أسيا کې د چين يو عمده ګاونډی دی . دواړه هيوادونه ګډې پولې او سيند لری او تل د دوستانه همکارۍ دوديزې اړيکې ساتي. اوس د سياست، اقتصاد او کلتور په ساحو کې ثابته همکاری او تګ راتګ ترسره کوي او په نړيوالو او سيمه ايزو چارو کې ښه همکاری او همغږی ساتي. ښاغلی چين ګانګ د شپږو خواوو خبرواترو په چوکاټ کې د چين او دېموکراتيکې کوريا د همکارۍ په اړه وويل:

اوس د دېموکراتيکې کوريا په ګډون د اړوندو خواوو د ګډو کوششونو له امله شپږاړخيزو خبرو اترو پرمختګ کړی دی. اړوندې شپږ خواوې نژدی تبادله او همغږی کوي او په هراړخيزه توګه د دوهم پړاو خبرواترو پاتی شوی عملياتی پلان د پلی کولو په اړه د دغو شپږاړخيزو خبرواترو د نوی پرمختګ لپاره ګډ کوششونه کوي. موږ هيله لرو چې له دېموکراتيکې کوريا او نورو اړوندو خواوو سره يو ځای دغه خبرې اترې پرمخ بوزو.

ښاغلی شي جين پينګ به له دې وروسته بيا له مغولستان څخه ليدنه وکړي. دغه هيواد د چين شمالي ګاونډی دی چې د چين او روسيې په منځ کې پروت دی.د چين او مغولستان ترمنځ د سرحدی کرښې اوږدوالی د چين او نورو هيوادونو ترمنځ د پولو په پرتله ډېر اوږد دی. له ډېرو کلونو راهيسی د چين حکومت پر دې ټينګار کوي چې له مغولستان سره دوستی وساتی. چين د مغولستان د خپلواکۍ او حاکميت احترام کوي او د دغه هيواد د خلکو هغه عمل درناوی کوي چې په خپله د هيواد د پرمختګ لار غوره کوي.

پردې سربېره به ښاغلی شي جين پينګ له سعودي عربستان، قطر او يمن څخه هم ليدنه وکړي چې د منځنی ختيځ په عربی ټاپووزمه کې پراته هېوادونه دي . يمن له هغو عربی هيوادونو

څخه شميرل کيږی چې په ډېر وختی توګه يی له چين سره سياسی اړيکې ټينګې کړې دي. دغه هيواد په ډېرو کلونو کې په بېلابېلو ساحو کې له چين سره د همکارۍ ښې اړيکې ساتي. د چين د دولت رئيس مرستيال شي جين پينګ د دواړو هيوادونو ترمنځ د سياسی اړيکو له ټينګيدو وروسته د چين يو داسی لوړپوړی مشر دی چې دغه هيواد ته سفر کوي.

سعودی عربستان په ١٩٩٠ کال کې له چين سره سياسی اړيکې ټينګې کړې . که څه هم د دواړو هيوادونو ترمنځ د سياسی اړيکو د ټينګيدو وخت دومره اوږد نه دی خو خپلمنځۍ اړيکې يی په چټکۍ سره پرمختګ کوي. اوس سعودی عربستان په لويديځه أسيا او شمالی افريقا کې د چين ترټولو لوی سوداګريز همکار او چين ته د نفتو ترټولو لوی برابرونکی هيواد ګڼل کيږی. ښاغلی چين ګاونګ په دې اړه وويل:

د دولت رئيس شي جين پينګ به د سعودی عربستان له پادچا، وليعهد، د قطر له امير، وليعهد او لومړی وزير او د يمن له ولسمشر او مرستيال سره وګوري.

چينګ کانګ زياته کړه چې په نژدې کلونو کې د چين او يادو شويو دريو هيوادونو ترمنځ اړيکو ښه پرمختګ کړی دی. چين له دغو هيوادونو سره په بېلابېلو ساحو کې ښه همکاری کوي. موږ باور لرو چې دغو هيوادونو ته به د شي جين پينګ د سفر له لارې د چين او دغودريو هيوادونو ترمنځ دوستانه او دوديزه همکاری لاپياوړی شی.