<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-17 16:44:24    
د جاپان د پينګ پانګ لوبغاړې فوکوهارااې

cri

د جاپان د تيبل تينس لوبغاړې فوکوهارااې د ١٩٨٨ کال د نوامبر په لومړۍ نېټه زېږيدلې ده، د ونې لوړوالی يې يو سل او شپږ پنځوس سانتی متره او د بدن وزن يې اته څلويښت کيلوګرامه دی.

فوکوهارااې په درې کلنۍ کې د خپل پلار او چيني روزونکي ليو يانګ تر روزنې لاندې د پينګ پانګ لوبې په زده کړې پيل وکړ او د وخت په تيريدو سره يی مهارت پياوړی شو. تر اوسه پورې يی په اوو لويو نړيوالو لوبو کې د سرو زرو ميدالونه ګټلي او د دې ترڅنګ يی هم زيات اعلانونه او تلويزيوني پروګرامونه جوړ کړيدي چې په پاي کې يې نه يوازی په خپل هېواد ، بلکي په چين کې هم ډېره مشهوره شوه ځکه چې اوس د چين د لياو نينګ ولايتي لوبډلې د يوې لوبغاړې په توګه په روزنه او سيالۍ بوخته ده. پېغله فوکوهارااې د زيات شمير نجونو لخوا د خپلې نمونې په توګه بلل کېږي.

فوکوهارااې د څلور کلنۍ په موده کې مشهوره شوه او د شپږو کالو په عمر د جاپان د لومړيو ښوونځيو د زده کوونکو په سيالۍ کې لومړۍ شميره زده کوونکې شوه او کله نا کله يې له مشهورو هنرمندانو سره يو ځای ډول ډول پروګرامونه جوړول او د نندارچيانو پوښتنو ته يی ځوابونه ورکول .

په دوه زره او څلورم کال کې فوکوهارااې د يونان د اتن په اولمپيک لوبو کې د جاپاني لوبډلې لخوا ومنل شوه چې عمر يی له نورو لوبغاړو څخه کم و. په دوه زره

او شپږم کال کې نجلۍ فوکوهوارااې د پينګ پانګ لوبې د نړيوالې ټولنې لخوا په ترتيب شوي شميرو کې شپاړسم مقام ونيو او د دوه زره او اووم کال د سپتمبر په مياشت کې د جاپان د يو مشهور پوهنتون لخوا ومنل شوه .

د اولمپيک راتلونکي لوبې به څه باندی يوه مياشت وروسته په بيجينګ کې پيل شی.فوکوهارااې د تير اپريل په شپږويتشمه نېټه په جاپان کې د اولمپيک مشال ليږدونې په فعاليت کې ګډون وکړ. اوس دا په اولمپيک لوبو کې د ګډون لپاره د دوو عمده او نورو څو چيني استاذانو تر لارښوونې لاندی په جدي روزنه لګيا ده . دا وايی چې په راتلونکي اولمپيک کې زه ټاکلی موخه نه لرم او يوازی غواړم خپل رښتينی مهارت وکاروم .

فوکوهارااې چې زيات چيني دوستان لری او د شين چای يې خوښېږي ، په چين کې وروستي ستر بدلونونه له نژدې ليدلی او وايې د ډېرې د حيرانۍ وړ خبره دا ده چې چين په وروستيو کلونو کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي .