<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-17 19:01:04    
په سويس کې اوسېدونکو چينايانو د بېجينګ له اولمپيک لوبو څخه ملاتړ وکړ

cri

له دې امله چې د اولمپيک نړيوالې کمېټې عمومی مقر او د اولمپيک نړيوال موزيم د سويس په لوېديځ لوزان ښار کې پروت دی. نو دغه ښار د اولمپيک پلازمېنه نومېږی. څو ورځې مخکې ، په سويس کې څه دپاسه اته سوه اوسېدونکي چينايان د بېجينګ اولمپيک لوبو د ملاتړ لپاره په دغه ښار کې راغونډ شول.

(اواز١)

هڅه وکړئ! سه چوان! هڅه وکړئ، اولمپيک ! هڅه وکړئ، بېجينګ !

دغه نارې په فعاليت کې کله کله اورېدل کېږي. دغه فعاليت د سويس او چين تر منځ د دوستۍ ټولنې لخوا ترتيب شوی او د سويس واود ولايت د ځايی حکومت لخوا منظور شوی و. ځايی حکومت د نظام ساتنې لپاره پوليس وګومارل.

د مې د اته ويشتمې نېټې له غرمې وروسته په دوو بجو څه نا څه اته سوه چينايان د سويس له بېلا بېلو ښارونو څخه د اولمپيک نړيوال موزيم دباندی ډګر کې راغونډ شول. د فعاليت له پيل مخکې، ټولو کسانو د چين د سه چوان ولايت په زلزله کې له وژل شويو کسانو سره د خواخوږۍ ښودلو لپاره يوه دقيقه سکوت وکړ. ور پسی دوی د اولمپيک نړيوالې کمېټې عمومی مقر ته لاړل چې له اولمپيک موزيم څخه دری اعشاريه پنځه کيلو متره واټن لري. په لار کې دغو چينايانو خپل نظام په ښه توګه ساته او په پر له پسی توګه يې په چينی، فرانسې او انګليسی ژبو

دغه نارۍ وهلې چې چين هڅه وکړئ او بېجينګ د نورو هېوادونو سيلانيانو هر کلی کوي.

کله چې دوی د اولمپيک نړيوالې کمېټې د عمومي مقر دروازې ته ورسېدل، د فعاليت ترتيب کوونکي د اولمپيک نړيوالې کمېټې مشر جاک روګ په عنوان يې يو پرانيستې پيغام ولوست چې له مخې يې په نورو هېوادونو کې اوسېدونکو چينايانو د بېجينګ اولمپيک لوبو ملاتړ او مينه څرګنده کړه.

(اواز٢)

د اولمپيک په پلازمېنه کې موږ غواړو د بېجينګ له اولمپيک لوبو خپل ملاتړ څرګند کړو. د اولمپيک نړيوالې کمېټې د وينا له مخې، د اولمپيک لوبې د سپورت او ورزش يو لوی فعاليت دی او سياسي عوامل بايد پکې شامل نه شي. زموږ په اند د اولمپيک لوبې د بېلا بېلو کلتورونو او مذهبونو عقيده لرونکو تر منځ يوه برابر سيالي ده.

د سويس د واود ولايت د چين له شان شي ولايت سره د ځانګړې دوستۍ اړيکې لري. نو د واود او شان شي ټولنې مشر هم په دغه فعاليت کې ګډون درلود او و يې ويل (اواز٣)

د بېجينګ اولمپيک لوبې به په نژدی وخت کې پرانيستل شي. د چينايانو په شان موږ خوشحالي او نيکمرغي احساسوو. چين يو ستر هېواد دی او پنځه زره کلن تاريخ لري. باور لرم چې د بېجينګ اولمپيک لوبې به په بريالۍ توګه تر سره شي. په همدې وخت کې مې د چين د سه چوان ولايت په زلزله کې له وژل شويو کسانو سره خواخوږي وښودله.

چينايانو د بېجينګ اولمپيک لوبو په اړه هم نېکې هېلې څرګندې کړې. د سوداګرۍ په برخه کې چينی استازې مو شو پينګ وويل

موږ ټول د چين هېوادوال سره يو يوو او د هېواد د امنيت او سمسورتيا دنده پر غاړه لرو. په ٢٠٠١ کال کې چين د اولمپيک لوبو د کوربنۍ حق له تر لاسه کولو راهيسی، هر چينی د بېجينګ اولمپيک لوبو ته سترګې په لار دی. په وروستيو کلونو کې مو د خپل هېواد پرمختګ ليدلی او نړۍ هم د چين ستر برياليتوبونه ليدلي دي.

په سويس کې چينی زده کوونکي دونګ جه جونګ وويل د اولمپيک لوبو سپيڅلی اهميت د ټولو نړيوالو تر منځ يووالی دی. ده وويل د بېجينګ اولمپيک لوبې تر دې سرليک لاندی دي چې يوه نړۍ ، يوه هيله. چين نړۍ ته اړتيا لری او نړۍ هم چين ته اړتيا لري. نو که موږ سره يو ځای کوششونه وکړو، نو نړۍ به ورځ په ورځ ښکلی شي.