<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-17 19:08:10    
د نړيوال اقتصادي فورم د ختيځې أسيا د غونډې په وړاندی ګډه ننګونه

cri

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخی د ١٧ مې دورې نړيوال اقتصاد فورم د ختيځې أسيا دوه ورځنۍ غونډه د جون په ١٦ نېټه د ماليزيا په پلازمينه کوالالامپور کې پای ته ورسيده چې عمده موضوع يې له نويو ناثابتو عواملو سره مقابله وه.برخه والو په اقتصادي، ټولنيزو او سياسی چارو کې د بېلا بېلو هېوادونو له خوا له نويو ننګونو سره د مقابلې په هکله بحث وکړ.

د څه د پاسه شلو هېوادونو حکومتی چارواکيو، اقتصاد پوهانو او د تصديو مسئولينو پکې ګډون درلود.په دغه غونډه کې د نړيوال اقتصاد پرزيدا،په امريکا کې د پورونو بحران، د پيسو پاړسوب، د غلودانو او سون تېل بيو پر له پسی لوړوالی د پاملرنې وړ ټکی و.که څه هم د ختيځې أسيا بېلا بېل هېوادونه د خپلو هېوادونو د اقتصادي پرمختګ د تامين لپاره تدبيرونه نيسی، خو په ختيځې أسيا کې د اقتصادي پرمختګ يو ګډ پلان لاهم اړين دی. نو برخه والو په عمده توګه له سيمه ايزو او نړيوالو ننګونو د مخنيوی لپاره د ګډو عملياتو په اړه بحث وکړ.د کوريا جمهوريت د بهرنيو او سوداګريزو چارو وزارت مرستيال ان هو يونګ د دغې غونډې د پای په مراسمو کې وويل أسيايی هېوادونه بايد په نړۍ کې د خوړو او د سون تېل بيو د لوړوالي او د پولی چارو د رېږدېدا د سختوالي په اړه د انديښنې په وړاندی سر ټيټ نه کړي او بايد پر جوړ شوی ټينګ اقتصادي بنسټ خپل ګامونه اوچت کړي.

د غلودانو او سون تېل بيو لوړوالی د دغې غونډې يوه توده مسئله ده.د معلوماتو له

مخی له ٢٠٠٠ کال راهيسی د غلودانو بيه په سلو کې ٧٥لوړه شوې او د سون تېل د هر بيلر بيه اوس مهال ١٤٠ امريکايی ډالرو ته نژدی شوې چې له امله يی د نړيوال اقتصاد پرمختګ ته ستر ګواښونه رسېدلي دي.د ماليزيا صدراعظم بداوي په دغه غونډه کې د ختيځې أسيا له بېلا بېلو هېوادونو او نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د غلودانو او سون تېل بيو د لوړوالي له امله د رامنځته شوی بحران د له منځه وړلو لپاره اغيزمن او ګډ تدبيرونه ونيسی چې په نړۍ کې له اقتصادي پرزيدا او په ځينو هېوادونو کې له ټولنيزې ريږديدا څخه ډډه وکړي.

د پيسو پاړسوب مسئله هم د دغې غونډې يوه بله مهمه مسئله ده.د أسيا د پرمختګ بانک عمومی مدير لاجات ناګ خبرداری ور کړچې د اټکل له مخی به په أسيا کې د پيسو پاړسوب اندازه د غلودانو او نفتو بيو د لوړوالي له امله په سلو کې ٥ اعشاريه ١ ته لوړه شی چې ښايی د ګردې سيمې اقتصادی پرمختګ ته خطرونه ورسوي.د معلوماتو له مخی په ويتنام کې د پيسو پاړسوب مسئله ډېره سخته ده چې دغه اندازه په سلو کې له ٢٥ څخه اوښتې ده.

د اداري شفافيت لوړوالی او د فساد کمښت هم د دغې غونډې عمده موضوع وه.د چين د تيان جين ښاروال هوانګ شينګ ګوو په دغه فورم کې د دغه ښار اداري تجربه وړاندی کړه.نوموړي وويل دغه ښاروال پر انټرنټ د ښاروالي له خوا منظور شوی پرمختيايی پروژې خپروي چې خلک د دغو پروژو پلټنه وکړي.